![JD-Vance](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2025/02/JD-Vance-678x381.jpg)
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د مونشن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، “په اروپا کې د بیان آزادي په شاتګ کړی دی”.
په داسې حال کې چې د دې غونډې تمرکز تر دېره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ پر هڅو و، ښاغلي ونس وویل، اروپا له امریکا سره له خپلو اصلي ارزښتونو څخه لیرې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د ده اندیښنه د روسیې یا چین له لوري له ګواښونو څخه نه بلکې دا ده چې اروپا ته له دننه څخه ګواښونه کېږي یعنې له خپلو ځینو اساسي ارزښتونو څخه په شاتګ ګواښ ورته کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر دا هم وویل چې په اروپا کې د بیان آزادي په شا تللې ده.
ونس او ولسمشر ټرمپ دواړو له دې مخکې هم په اروپا کې د بیان د آزادۍ، په ځانګړي ډول د نفرت خپروونکو ویناوو او ناسمو معلوماتو د مخنیوي لپاره د ټولنیزو رسنیو د قوانینو پر څرنګوالي انتقادونه کړي وو.
ونس همداراز اروپا ته د هغو کډوالو د ننوتو په اړه هم خبرداری ورکړ چې امنیتي سوابق یې نه دي کتل شوي.
هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې په مونشن ښار کې یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي پر خپل موټر د یوې مظاهرې کډنوال لاندې او ۳۶ کسان یې ټپیان کړل.