ژباړه: عمران لمر
خيانت او بې باوري اوس د ډېری ښځو او مېړونو تر منځ په يوه ترخه نقطه بدله شوې ده، د مېړه يا ښځې د خيانت هېرول او بيا ځلي اعتماد داسې هيله ده چې پوره کېدل يې يو څه سخت دي.
يوه کيسه شته چې ممکن ډېرو په ورته شکل تجربه کړې او يا يې په خپله شاوخوا کې ليدلې وي:
((فرانک او لورا د ښوونځي له وخته په يو بل زړونه بايللي وو، ډېری خلکو به د هغوی مينه د مثال او نمونې په ډول يادوله او بخيلي به يې ورسره کوله.
لږ وخت وروسته هغوی په داسې حال کې د واده کولو اراده وکړه چې لا يې د اوسېدو لپاره وړ ځای نه درلود.
لورا سره د دې چې حامله وه؛ په کور کې پاتې کېده او د کور کارونه به يې سرته رسول، تر څو فرانک خپل کار ته لاړ شي.
د وضعيت د ښه کېدلو سره فرانک د زده کړو د ادامې پرېکړه وکړه او لورا به چې د بچيو په روزلو بوخته وه، د ژوند په کارونو کې يې هم له هغه سره مرسته کوله.
فرانک د وخت په تېرېدو تغير وکړو او له کورنۍ زيات وخت يې له خپلو ملګرو سره تېرولو.
لورا خپل ځان فرانک او بچيانو ته وقف کړی و؛ مګر فرانک تل په کاري سفرونو او د ملګرو سره په ساعت تېرۍ بوخت و.
دا هر څه روان و، تر دې چې لورا د فرانک په موبايل کې د نورو انجونو د مينې پيغامونه وليدل.
کله چې لورا فرانک ته د دې يادونه کوي، په لومړيو کې هغه منکريږي، وروسته غوصه شي او په پای کې پښېمانه شي.
فرانک نور ډارېږي چې لورا له لاسه ورنکړي؛ مګر لورا سره د دې چې د فرانک په پښېمانۍ باور کوي، بيا هم د فرانک له لوري د ورته خيانت له تکراره ډارېږي. کله چې فرانک له کوره وځي، د لورا اندېښنې هم زياتېږي. په فرانک د لورا اعتماد مات شوی دی او هيڅوک به دا ټپ ونه شي رغولی.))
د اړيکو اساس باور دی، بې اعتمادي کولی شي يوه اړيکه له منځه يوسي، د مينې نښه هم پاتې نه کړي او د عشق ګرمه اړيکه سړه کړي.
بې اعتمادي کولی شي، د انسان د دننيو ځورونو، تاوتريخوالي، په الکولو او نورو نشه يي توکو د اخته کېدو او تر دې چې د جنسي خيانت سبب شي.
که د باور د بيا ترلاسه کېدو په لټه کې يئ، لاندې پنځه لارې له تاسې سره مرسته کولی شي:
۱ – د خپل خيانت په هکله رښتيني واوسئ.
سمه ده چې د ټولو حقيقتونو ويل ګران او حتی تخريبوونکي دي؛ مګر په عين حال کې رښتينولي د مقابل لوري د باور د بيا ترلاسه کولو په برخه کې لومړنی ګام دی چې بايد تر سره يې کړئ.
تاسو کولی شئ چې د ټولو حقيقتونو د ويلو پر ځای په ځينو جزياتو خاورې واړوئ؛ په ټوله کې هغه څه مو چې کړي وي، واضح يې کړئ او اجازه ورکړئ چې تر منځ مو څه پاتې نه شي.
د دې په تمه مه اوسئ چې دا کار به سمدستي نتيجه ورکوي؛ حتی امکان لري چې مقابل لوری په پيل کې ډېر عصباني هم شي؛ اما د وخت په تېرېدو رښتينولي خپل کار سرته رسوي.
۲ – يواځې ځانته حق مه ورکوئ.
که خپل ځان په دفاعي حالت کې ونيسئ يا خپل ځان ته د خبرو کولو کم وخت ورکړئ؛ نو د خپل خاوند يا مېرمنې خبرې به واورئ.
هغه حتماً ستاسو له لاسه ځورېدلې او ډېرې خبرې لري؛ مګر که تاسو تل يواځې ځانته حق ورکوئ او خپلې خبرې کوئ؛ نو هغه به هيڅکله وخت پيدا نه کړي چې د زړه خبرې درته وکړي.
دا ناويلې خبرې به په اوږد مهال کې ستاسې د لېرې والي لومړی دليل شي.
۳ – د خيانت په علتونو خبرې وکړئ.
حتماً ستاسې د ژوند ملګری يا ملګرې له ځانه پوښتنه کوي چې کوم څه د دې باعث شو چې تاسې له هغه سره خيانت وکړئ؟
هغه به تل ځان رټي او حتی امکان لري چې په ځان باور له لاسه ورکړي، همدا ناپوهي او شک کولی شي چې هغه ورځ تر ورځې خفه او غمجنه کړي.
که ګناه ستاسو وي؛ نو د اعتراف کولو جرأت پيدا کړئ او که هغه ګناهګاره وي؛ نو ورته ووايئ، تر څو هغه نور احتمالات هېر کړي او له دې وروسته هڅه وکړئ چې عامل رابرسېره کړئ؛ تر څو د ايرو لاندې اور په څېر ستاسې ژوند ونه ګواښي.
۴ – خپل شخصي حريم دوه کسه کړئ.
نور مو موبايل ته کوډ مه ورکوئ؛ شکمن شيان ټول لېرې کړئ، خپل د ژوند ملګري ته اجازه ورکړئ چې له هر څه خبره اوسي، کوم پيغامونه چې ترلاسه کوئ، په لوړ غږ يې ولولئ او خپل ورځني پلانونه مو له هغې سره شريک کړئ.
دا کار به نه يواځې د خبرو کولو او د اړيکې ښه کولو بهانه درکړي؛ بلکه ستاسې د ژوند ملګرې ته په تاسو د شک کولو هيڅ دليل نه پاتې کوي.
۵ – خپله ژمنه تازه کړئ او له هغه يا هغې وغواړئ چې پر تاسو باور وکړي.
کومې ژمنې مو چې له هغې سره کړې وي او يا مو هم تر پښو لاندې کړې وي؛ بايد په ياد مو وي.
د هغې او د هغو دوستانو په وړاندې چې ستاسې له وضعيته خبر وي، ووايئ چې: غواړئ بيا هم ژمنه وکړئ چې ښه کېږئ او دا ځل به په هيڅ صورت خپله ژمنه نه ماتوئ.
شايد د هغې د بياځلې باور ترلاسه کول ډېر وخت ونيسي او يا هم هيڅکله د پخوا په څېر نه شئ؛ مګر د خپل ژوند د ملګري يا ملګرې د مات زړه لپاره دا ټول کارونه ترسره کړئ او صبر ولرئ چې تر څو هغه خپل سکون بيا پيدا کړي.