استقلال، د اندونزیا د ازادۍ په شکرانه کې جوړ شوی جومات

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: حمیدالله حمیدي
مسجدونه د مسلمانانو لپاره د یوه مقدس او پاک ځای په توګه د ارزښت وړ دي او تل یې په جوړولو کې مخکښ پاتې شوي.
د استقلال مسجد، چې د اندونزیا په (جاکارتا) کې موقعیت لري، د نړۍ له مشهورو او لویو مسجدونو څخه شمېرل کېږي. دغه مسجد په ۱۰ هکتاره ځمکه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د ۱۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.
ددغه مسجد د جوړولو طرحه د اندونزیا له استقلال سره سمه په کال ۱۹۴۵ کې چمتو شوه او د مسجد جوړولو ۱۷ کاله وخت ونیوو.

د پراخوالي له اړخه دغه مسجد د سوېل ختیځې اسیا په کچه تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه څلورم مسجد شمېرل کېږي. د استقلال مسجد اووه دروازې لري، چې په ټولو دروازو یې د خدای پاک ۹۹ نومونه لیکل شوي.
د اصلي او سترې ګنبدې پراخوالی یې ۴۵ متره مربع دی. دغه مسجد اندونزیایانو د آزادۍ په شکرانه کې جوړ کړی دی، نو ځکه یې د استقلال نوم هم ورکړی.
د استقلال مسجد پر یوې لویې کتاب خونې سربېره د دیني برخو ګڼ شمېر دفترونه هم لري. د حدیثونو حلقې په کې کېږي او دیني علما په کې خپلو زده کوونکو ته دیني درسونه تدریسوي.