د افغانستان حکومت او د داعش ماته
شا او خوا څو میاشتې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د داعش د ماتې اعلان کړی و.
حکومت وروسته له هغې د داعش د ماتې اعلان وکړ چې د ننګرهار شینوارو او خوږیاڼو سیمو کې یې داعش ضد عملیات وکړل او له څه وخت وروسته ددې ډلې تحرکات ورک شول.
ترڅنګ هماغه مهال؛ په سلګونو داعش وسله وال چې میرمنې او ماشومان هم ورسره ول، افغان حکومت ته تسلیم شول چې میرمنې او ماشومان خپلو کورنیو ته ورکړل شول او د داعش جنګیالي تر اوسه له حکومت سره دي. تیرو څو میاشتو کې ګڼ داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شوي دي
هماغه مهال طالبانو هم دعوه وکړه چې داعش دوی مات کړی او جګړه یې ورسره کړې ده.
د افغانستان حکومت تازه د طالبانو د وروستۍ اعلامیې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. د خلیلزاد هرکلی او توافق نامه
امریکا او طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغان سولې په اړه په یوه لومړنۍ موافقه طالبانو پر دې هوکړه کړې وه چې هیڅ ترهګر ته به اجازه ورنه کړي چې فعالیت وکړي او د امریکا او متحدینو ګټې یې وګواښي.
د خلیلزاد له وروستۍ غبرګون داسې ښکاري چې نوموړی د موافقې پر اساس د طالبانو له دې اعلامیې خوشحاله دی.
ترڅنګ له دې داسې ښکاري چې امریکا او طالبان سره لا نیږدې کیږي او امریکا هم هڅه کوي چې د طالبانو په اړه کار وکړي څو په نړۍ کې یې په اړه خپور شوی انځور بدل کړي.
همداراز طالبانو په ټینګار ویلي چې له امریکايي لوري سره د توافق نامې پر اساس باید له بین الافغاني خبرو وړاندې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشی کړای شي، هغه څه چې یو څه جنجالي مسله ده.
د افغانستان ولسمشر لومړی دا کار ناممکن وباله، خو له لوړې وروسته یې وویل چې د ورځې به سل سل طالب بندیان خوشي کوي او شرط به یې دا وي چې د پام تاوتریخوالی به کمیږي، اما له تیرې شنبې چې ټاکل شوې وه دا لړۍ پيل شي، شروع نه شوه، ځکه افغان حکومت وویل چې خوشي کیدونکي بندیان باید داسې ضمانت ورکړي چې دوی بیا جګړې ته ونه ورګرځي او د طالب جنګیالیو لیکو ته نه ورځي. دا هغه څه دي چې تر اوسه یې په اړه تضمین نشته.
خو د خلیلزاد له وروستي غبرګون ښکاري چې دوی دا مسله چې د طالب بندیانو خوشي کول دي، حلوي، ځکه دا د بین الافغاني خبرو د ځنډ باعث شوی دی. تر اوسه له تیرې شنبې ورځې راهیسې هیڅ طالب بندي نه دی خوشی شوی
په هر حال؛ له دې ټولو سره سره ضرور ده چې په منطقي ډول ټولې خواوې سره مخته لاړ شي او بین الافغاني مذاکرات وکړي.
نه باید طالبان د بندیانو مسله دومره جدي ونیسي چې خنډ ترې جوړیږي او نه هم حکومت، او نه هم باید امریکا دومره ګونګ او ړوند دریځ ولري چې د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره پلمې پیدا شي.
ځکه طالبان وايي، امریکا ورسره همداسې منلې، خو امریکا تر اوس داسې نه دي ویلي چې یې ورسره منلې، امریکايي مقامات یوازې همدا خبره کوي چې دواړو لورو سره د بندیانو او بین الافغاني خبرو په اړه کار کوي. نو له دې دریځ داسې ښکاري چې امریکا دواړه لوري ګنګس ساتلي، طالبانو ته یې هو کړې او افغان حکومت ته یې هم ویلي چې داسې نه ده !