پیرانو یو ځل بیا د پاکستان په پلوۍ افغانان غوسه کړل، دا ځل سید اسحاق ګیلاني

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

داسې ښکاري چې د پیر ګیلاني کورنۍ د افغانستان په وړاندې د پاکستان دفاع ته د یو مهم ماموریت په توګه جدي کار ویلی.
لا د پیر سیدحامد ګیلاني په کور کې د جنرال مشرف د عکسونو او د نوموړې د هغو څرګندونو( چې ویل یې طالب مشران په پاکستان کې نه بلکې افغانستان کې دي) له کبله د خلکو غوسه نه ده کراره شوې چې سید اسحاق ګیلاني په اسلام اباد کې د پاکستانیانو په یوه غونډه کې وویل افغانستان د هندوستان له خوا د پاکستان خلاف کاریږي.
په اسلام اباد کې د پاکستان هاوس په نوم د پاکستان د پوځ د یو خواخوږي بنسټ له خوا د افغانستان د کړکیچ په اړه په جوړ شوي یو ورځني کنفرانس کې د ګڼو پاکستاني سیاسي شنونکې په منځ کې سید اسحاق ګیلاني د افغانستان په استازولی برخه اخیستې وه. په کنفرانس کې په افغانستان کې پخواني پاکستاني سفیران، پخواني پوځي جنرالان او د پاکستان استخباراتي ادارو ته نژدې پاکستاني خبریالان راټول شوي وو.

دا کنفرانس د پاکستان د دفاع پخواني وزیر او متقاعد جنرال اصف یاسین ملک په پرانیستونکې وینا پرانیست او د بحث موضوع یې دا وه چې افغانستان څنګه کولی شي په خپله خاوره هندوستان د منفي حضور په اړه د پاکستان د اندېښنې لري کړي. دا پر یوه داسې ادعا بحث دی چې افغانستان یې په کلکه ردوي.
سید اسحاق ګیلاني په دې غونډه کې راټولو شویو پاکستاني سیاستوالو، ژورنالیستانو، برحالو او متقاعدو پاکستاني پوځي افسرانو ته په وینا کې وویل ” دې کې هیڅ شک نه شته چې هندوستان د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره استعمالوي.“
 
سید اسحاق ګیلاني چې په پښتو یې خبرې کولې ددې لپاره چې خپل پاکستاني اوریدونکې یې ښه پوهولي وي، د (استعمالوي) کلمې پرځای د پاکستانیانو په دود د انګلیسي د ( یوز / use) کلمه وکاروله. نوموړې همدارنګه په د اسلام اباد په دې کنفرانس کې د کابل حکومت تورن کړ چې په کې ځینې عناصر یې د پاکستان خلاف د هند له خوا د افغان خاورې د کارولو ملاتړ کوي.“
دا هغه ادعا چې پاکستان پوځي او نور پوځ ته نژدې چارواکي یې کوي. پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د خپلې ناروا لاسوهنې د توجیه لپاره ډیر کله هندوستان یادوې چې ګوندې له افغانستان څخه د دوی په خاوره کې لاسوهنه کوي. په داسې حال کې چې پاکستان خپله له هندوستان سره اوږده شریکه پوله او تر افغانستان څو چنده زیاته کلتوري او تجارتي راکړه ورکړه لري.

د اسلام اباد په کنفرانس کې چې د افغانستان په اړه و یو شمیر پاکستاني ژورنالیستان، متقاعد پاکستاني پوځي افسران او یو شمیر کارپوهان راټول شوي وو.

افغان چارواکو پرلپسې د پاکستاني لورې دا ډول ادعاوې رد کړي.
سید اسحاق ګیلاني چې د افغانستان د ولسي جرګې غړیتوب هم لري په دې پاکستان پلوو او افغان دښمنو څرګندونو دننه په افغانستان کې ګڼ خلک غوسه کړي. د ولسي جرګې ګڼ شمیر غړیو د سید اسحق ګیلاني دا څرګندونې یو ملي خیانت بللی دی او د حکومت له خوا یې څارنوالۍ د تحقیق لپاره د سید اسحاق ګیلاني د سپارلو غوښتنه کړې. په دې ویډیو کې د افغانستان د ولسي جرګې د یو شمیر استازو څرګندونې کتلی شئ.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د سید اسحاق ګیلاني ددې څرګندونو ویډیو له خپریدو وروسته د ګڼو افغانانو د غوسې ډک عکس العمل راپارولی او ګڼو له افغان واکمنو غوښتي چې سید اسحاق ګیلاني دې د افغانستان له دښمن سره د همکارۍ او د ملي ګټو سره د دښمنۍ او خیانت په جرم ونیسي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.