افغان لوبغاړی راشدخان ارمان چې د وړتیاوو او لاسته راوړنو یوه بیلګه ده، لا هم د کرکټ نړیوالې شورا د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا څه وخت وړاندې د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د کرکټ لوبغاړو ښې کارکرده ګۍ پر بنسټ د لوبغاړو درجه بندي خپره کړه، چې راشدخان د کرکټ ټولچاری پکې لا هم لومړي مقام کې دی.
راشدخان لپاره بنګله دېشی شکېب الحسن د خطر زنګ دی؛ بنګله دېشی شکېب الحسن هغه لوبغاړی و، چې د دوه کلونو لپاره یې د یو ورځنیو لوبو د لومړي نمبر الراونډر په صفت د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په نوملړ کې راج چلولی دی؛ خو د ده د الراونډرۍ د باچاهۍ تاج د نوموړي له سر څخه د ۲۰۱۸ م کال په سپټمبر میاشت کې لرې کړل شو او دا تاج افغان لوبغاړي راشدخان پر سر کړ.
راشدخان د اسیا جام پر مهال د لومړي نمبر الراونډر په توګه تاج واخېست او لا هم په لومړي مقام کې دی.
افغان ګوګلي ماسټر لپاره د ایرلېنډ خلاف لوبلړۍ ډېر ستر فُرصت دی، چې خپل رېټېنګ لوړ کړي او په دې ډول به د شکېب الحسن له رقابت څخه خلاص شي.
که راشدخان د راروانو پنځه یو ورځنیو لوبو په اوږدو کې په توپ اچوونه او توپ وهنه کې وړتیا وښيي او توپ وهنې ته لږ مخکې راووځي، کولای شي یوه یا دوه نیمه سلیزې جوړې کړي او په دې توګه به خپلې نومرې لوړې کړي.
یعنې که راشدخان یوه یا دوه نیمه سلیزې جوړې کړي او په سیریز کې ښې وېکټې واخلي کولای شي له شکېب څخه خورا وړاندې شي او وبه کولای شي، چې د اوږده وخت لپاره د لومړي الراونډر په توګه خپله باچاهي وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د راشدخان او شکېب الحسن نومرې
راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې ۳۵۳ نومرې لري او له شکېب الحسن څخه یواځې یوه نومره مخکې دی.
بل پلو د افغان ستوري محمدنبي عیسی خېل لپاره هم د ایرلېنډ خلاف سیریز ډېر مهم دی، چې شکېب الحسن په درجه بندۍ کې وروسته کړي.
بل پلو محمدنبي عیسی خېل ۳۳۷ نومرې لري او د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې دریم ځای کې دی، محمد نبي له شکېب الحسن څخه ۱۵ نومرې وروسته دی او که د ایرلېنډ خلاف درې نیمه سلیزې ووهي او د توپ اچونې په برخه کې ښې وېکټې واخلي کولای شي شکېب الحسن د درجه بندۍ په نوملړ کې رالاندې کړي او په دې ډول به محمدنبي راشدخان پسې دوهم نمبر الراونډر شي.
بل پلو پاکستانی محمد حفیظ بیا ۳۱۱ نومرې لري او له محمد نبي څخه ۲۶ نومرې وروسته دی او دا به د محمد حفیظ لپاره یو خوب وګڼو چې له محمد نبي څخه مخکې شي.
که څه هم حفیظ د سهیلي افریقا خلاف لوبلړۍ کې ښې لوبې وکړې؛ خو لا هم له محمدنبي څخه ډېر وروسته دی.
ټولو افغان لوبغاړو لپاره راروانه لوبلړۍ کې ښې خوارۍ پکار دي، چې باید ویې کړي؛ خو راشدخان او محمد نبي چې په ټاپ مقامونو کې دي باید لا مخکې ولاړ شي او هڅې یې باید لایتناهي وي.