د افغانستان سیال ایرلینډ د کرکټ په نړیوالې درجه بندۍ کې ۱۷ مقام ته ګوزار شوی دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په نړیوال کرکټ کې د افغانستان سیاله د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله د نړیوالې شوره په درجه بندۍ کې ۱۷ م مقام ته ګوزار شوی، په داسې حال کې چې له ایرلینډ د کرکټ دویمې درجې هېوادونو لوبډلې هم وړاندې دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې دغه لوبډله د ټیسټ سټیټس یا درجې درلودلو سره سره لا هم په ۱۲ لوبډلو کې شتون لري، په داسې حال کې چې د همدغه ایرلینډۍ لوبډلې د کلونو را په دېخوا سر سخته سیاله افغان لوبډله په اتم مقام کې ځای لري.
د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان لا هم په لمړي مقام کې او ورپسې هندۍ لوبډله په دویم، اسټرالیا دریم، انګلستان څلورم، نیوزیلینډ پنځم، جنوبي افریقا شپږم، ویسټ انډیز اووم، افغانستان اتم، سریلنکا نهم، بنګله دیش لسم، سکاټلینډ یولسم، زیمبابوې دولسم، متحده عربي امارات دیارلسم، هالینډ څوارلسم، هانګ کانګ پنځلسم، عمان شپاړسم او په ۱۷ ځای کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله قرار لري.

د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې د روان ۲۰۱۸ م کال د راتلونکې ډیسمبر میاشتې تر وروستۍ ۳۱ مې نیټې پورې د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې تر لسم مقام پورې پاتې کیدونکې لوبډلې به د ۲۰۲۰ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته نیغ په نیغ ورسیږي، خو د ایرلینډ او زیمبابوې اوسني حالت ته په کتو ښایي دواړه لوبډلې لوبډلې د غوراوي پړاو لوبو ته پاتې شي.
د غوراوي پړاو سیالۍ چې په ۲۰۱۹ م کال کې ترسره کیږي، هلته به د ۲۷ لوبډلو څخه یواځې څلور لوبډلې نړیوال جام ته د ورتګ چانس ولري.
د یادونې وړ ده، چې د راتلونکي اووم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د ۲۰۲۰ م کال د اکټوبر او نوامبر میاشتو کې په اسټرالیا کې ترسره شي، چې لا هم ورته دوه کاله انتظار پاتې دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.