راپور: بشر درویش
ایران وايي، د افغانستان د سولې له روانه بهیره ملاتړ کوو.
دا خبره په افغانستان کې د ایران سفیر بهاد امینیان د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې ده.
د مصالحې عالي شورا ویلي چې ښاغلي امینیان د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
دې ناسته کې ښاغلي عبدالله قطر ته د سفر او د سولې د پروسې د پيل په اړه هم غږیدلی او د سولې له پروسې د ایران له ملاتړ مننه یې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د بین الافغاني خبرو په پرانیستنه کې ګډون نه درلود. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر یوه مرکه کې وویل چې یاد له امریکا سره د خرابو اړیکو له امله یې دې مراسمو کې ګډون نه دی کړی.
دغه هیواد د افغانستان په سوله کې له مهمو اړخونو بلل کیږي. ځکه ویل شوي چې ایران هم د طالبانو ملاتړ کوي او په فراه او یو شمیر نورو سیمو کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.
که څه هم ایران دا تورونه رد کړي، خو سره له دې هم سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې یاد هیواد ددې لپاره د افغانستان د لویدیځ نا امنۍ ته لمن وهي چې هلته د افغانستان د حکومت له خوا د ډیمونو د جوړیدو مخه ونیسي او په دې سره له افغان اوبو هغه استفاده چې ایران یې اوس کوي، خوندي وساتي.