
د ایران حکومت د ‘شهید رجايي’ په نوم مهم بندر کې تر چاودنې وروسته نن دوشنبه (اپرېل ۲۸/غويي ۸) په ټول هېواد کې “عمومي ماتم” یا ویر اعلان کړی دی. په دې چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی او چارواکي وايي چې تر ۱۲۰۰ ډېر پکې ژوبل شوي دي.
په داسې حال کې چې پر دې چاودنې تر دوو ورځو ډېر وخت اوړي خو لا هم هلته لګېدلی اور نه دی مهار شوی. د چاودنې له کبله د رامنځته شوې ککړتیا او لوګیو له امله په بندر عباس او ‘قشم’ سیمه کې ټول ښوونیز او دولتي مرکزونه رخصت کړای شوي دي.
په همدې حال کې د ایران رسنیو خبر ورکړی چې روسیې درې الوتکې د اور قابو کولو لپاره ورلېږلې دي.
پرون د تسلیت پیغام تر څنګ د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له ایران سره د اور په مړ کولو کې د همکارۍ وړاندیز کړی و.
په ایران کې د مسکو سفیر کاظم جلالي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، له روسیې تر مرستې غوښتلو وروسته دغه هېواد په داسې حال کې چې “رخصتي هم وه، په نیمه شپه یې په چټکۍ سره د اور وژنې درې الوتکې د شهید رجايي بندر د اور قابو کولو لپاره راولېږلې.”
د ایران په هرمزګان کې د کړکېچ د کنټرول مدیر مهرداد حسن زاده ویلي چې اوسمهال “تر ۸۰ سلنه اور قابو شوی دی. د شهید رجايي بندر د اور وژنې ځمکنۍ او هوايي ډلې پر اور مړ کولو لګیا دي.”
چاودنه څنګه شوې؟
چاودنه د شنبې (اپرېل ۲۶/ غويي ۶) پر سهار د شهید رجايي په نامه بندر کې شوې، چې د ایران سویلي بندر عباس ښار ته نژدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.
د دې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو بامونه وغورځېدل، کړکۍ ماتې شوې او په سیمه کې ګاډي ویجاړ شول.
چاودنه دومره زوروره وه، چې د پېښې له ځایه ۵۰ کیلومتره لېرې یې اغېز محسوس شوی. د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، شپږ کسان لا هم تري تم دي.
د ایران مدني دفاع ادارې مسوولین وايي، د اور وژنې ”اتیا سلنه عملیات” ترسره شوي دي.
د چارواکو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي:” له لومړنیو ساعتونو راهیسې ۷۵۲ روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.”
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۹۰ کسان تر اوسه په روغتونونو کې بستري دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
احتمال شته چې د مړو شمېر لوړ شي. روغتونونو کې په پراخه کچه له خلکو د وینې ورکولو غوښتنه شوې.
ایراني چارواکو تر اوسه په بندر کې د چاودنې لامل نه دی په ګوته کړی.
ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي، د بندر عباس په شهید رجايي بندري سیمه کې یوې زورورې چاودنې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.
رپوټونو کې ویل شوي چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوي. ” چاودنه دومره زوروره وه چې د یوې ودانۍ چت پر کارکونکو نړېدلی.”