سپورټ یاران
دا چې د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې د نړۍ په کچه ډېرې مشهورې او له جوش څخه ډکې لوبې دي، نو په دې لوبو خورا ډېرې پېسې هم په لګښت رسېږي.
د دغه لیګ لپاره د هندوستان کرکټ بورډ نړیوال مالي ملاتړي موندلي او هغوی یې هر کال لسګونه میلیونه ډالر مالي ملاتړ کوي.
د آی پي اېل لوبو له مالي ملاتړ کوونکو څخه یو هم د موبایلونو تولیدي چینایي شرکت دی، دغه شرکت ویوو نومېږي.
VIVO
دغه شرکت له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۲ پورې له هند کرکټ بورډ سره د پنځو کلونو لپاره د لوبو د سپانسر قرارداد لاسلیک کړی دی.
دغه شرکت په ۵ کلونو کې ۳۴۱ میلیونه ډالر د مالي ملاتړ په خاطر د هند کرکټ بورډ ته ورکوي.
هرکال د هندوستان کرکټ بورډ ته د آی پي اېل د ترسراوي په موخه ۶۸ میلیونه ډالر چمتو کېږي او د سپانسر په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي.
په آی پي اېل کې د لوبډلو لپاره مالي ګټه
د آی پي اېل لپاره یوازې ویوو شرکت نه دی، بلکې ډېر نور واړه سپانسر کوونکي هم شته، چې آی پي اېل نغدې پېسې او یا هم نور لاوازم برابروي.
د نایک شرکت هم د هندوستان د سوداګریزو کرکټ لوبو د لوبډلو لوبغاړو ته د لباس، بوټونو، پېډونو، بالونو، بېټونو، هېلمټونو، د طبي توکو او نورو برخو مهیاء کوونکی دی.
د آی پي اېل د لوبو د نشر لپاره ۲۰ میلیونه ډالر تلویزیوني او انټرنېټي چینلونو ته ورکول کېږي، چې لوبې پرې خپرې شي او خلک یې وګوري.
هره لوبډله چې د آی پي اېل لوبو اتلولي واخلي، نو اتلې لوبډلې ته ۲ اعشاریه ۶۷ میلیونه ډالر ورکول کېږي.
د لوبډلو د لوبغاړو د لاوازمو لپاره ۶ اعشاریه ۶۷ میلیونه ډالر ځانګړي شوي وي.
د هندوستان کرکټ بورډ وایي، د چین او هندوستان ترمنځ د پولې پرسره لانجې او سیاسي کړکېچ کولای شي، چې د چینایي کمپنۍ ویوو قرارداد فسخې ته ورسوي.
د کرکټ بورډ په خبره دا چاره به د آی پي اېل لوبډلې له ستونزو سره مخ کړي.
بل پلو عربي متحده اماراتو ته د لیګ انتقالېدل بله ستونزه ده، چې مالي برخه کې آی پي اېل ته زیان رسوي.
د هندوستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې عربي متحده اماراتو کې د هرې لوبډلې اوسېدو لپاره یوه ورځ کې د اطاق نیولو په خاطر ۴ زره هندي کالدارې مصرف راځي، چې دا هم سرخوږی دی.