د هند IPL په تاریخ کې زیاتې منډه جوړونکي لوبغاړي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳ پړاونه ترسره شوي، چي په لومړي پړاو کي راجستان، په دویم پړاو کې ډیکن چارجیرز، په درېیم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په څلورم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په پنځم پړاو کې کلکتې، په شپږم پړاو کې ممبي، په اووم پړاو کې کلکتې، په اتم پړاو کې ممبي، په نهم پړاو کې حیدراباد، په لسم پړاو کې ممبي، په یوولسم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په دوولسم پړاو کې ممبي او دیارلسم پړاو کې هم ممبي اتلولي ګټلې ده.

ټاکل شوې ددې لیګ څوارلسم پړاو د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شي، چې پکې یوې لوبډلې سنرایزر حیدراباد درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران اخیستي.

 

د هند IPL په تاریخ کې زیاتې منډه جوړونکي لوبغاړي

 

۱ـ ویراټ کوهلي؛ په ۱۸۴ لوبو کې یې ۵۸۷۸ منډې جوړې کړې دي.

۲ـ سوریش رانا؛ په ۱۸۹ لوبو کې یې ۵۳۶۸ منډې جوړې کړې دي.

۳ـ ډیویډ وارنر؛ په ۱۸۹ لوبو کې یې ۵۲۵۴ منډې جوړې کړې دي.

۴ـ روهیت شرما؛ په ۱۹۵ لوبو کې یې ۵۲۳۰ منډې جوړې کړې دي.

۵ـ شکر داوان؛ په ۱۷۵ لوبو کې یې ۵۱۹۷ منډې جوړې کړې دي.

۶ـ ډیویلرز؛ په ۱۵۶ لوبو کې یې ۴۸۴۹ منډې جوړې کړې دي.

۷ـ کریس ګېل؛ په ۱۳۱ لوبو کې یې ۴۷۷۲ منډې جوړې کړې دي.

۸ـ مهندرا سینګ ډوهني؛ په ۱۸۲ لوبو کې یې ۴۶۳۲ منډې جوړې کړې دي.

۹ـ روبین اوتاپه؛ په ۱۸۲ لوبو کې یې ۴۶۰۷ منډې جوړې کړې دي.

۱۰ـ ګاتم ګمبیر؛ په ۱۵۲ لوبو کې یې ۴۲۱۷ منډې جوړې کړې دي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.