د کریک ټرېکر په نوم یوې ورزشي پاڼې د هند آی پي ایل سیالیو د لومړۍ اونۍ په پای ته رسېدلو سره ۱۱ کسیزه غوره او ځلېدونکې لوبډله اعلان کړه، چې پکې افغان لوبغاړی راشدخان ارمان هم شته.
دا ۱۱ کسیزه لوبډله
د کلکتې نتیش رانا، د ډهلي شکر داوان، د راجستان سنجې سیمسون، د بنګلور مکسویل، د ممبي سُریا کُمار یاداو، د راجستان ډیویډ مېلر، د ډهلي کپیټلز کریس ووکس، د ممبي راهول چاهار، د حیدراباد راشدخان، د بنګلور هارشال پټېل او د ډهلي کپیټلز اویش خان.
تر دې دمه د یادو ۱۱ لوبغاړو کارګردګي
۱ـ نتیش رانا ـ تر دې دمه پوري په روان آی پي ایل درې لوبې کړې، چې پکې ۱۵۵ منډې یې جوړې کړې دي.
۲ـ شکرداوان ـ تر دې دمه پوري په روان آی پي ایل درې لوبې کړې، چې پکې ۱۸۶ منډې یې جوړې کړې دي.
۳ـ سنجې سېمسون ـ تر دې دمه پوري په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې، چې پکې ۱۲۴ منډې یې جوړې کړېدي.
۴ـ ګلین مسکویل ـ تر دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې، چې پکې ۱۷۶ منډې یې جوړې کړې دي.
۵ـ سُریا کُمار یاداو ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې، چې پکې ۹۷ منډې یې جوړې کړې.
۶ـ ډیویډ مېلر ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې، چې پکې ۶۴ منډې یې جوړې کړې.
۷ـ کریس ووکس ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې دي، چې پکې ۵ ویکټې یې اخیستې او ۱۵ منډې یې جوړې کړې دي.
۸ـ راهول چاهار ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې دي، چې پکې ۷ ویکټې یې اخیستې دي.
۹ـ راشدخان ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې دي، چې پکې ۴ ویکټې یې اخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې دي.
۱۰ـ هارشیل پټېل ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې دي، چې پکې ۹ ویکټې یې اخیستې دي.
۱۱ـ اُوېش خان ـ تر دې دمه پوري یې په روان آی پي ایل کې درې لوبې کړې دي، چې پکې ۶ ویکټې یې اخیستې دي.