ليکنه: مدثر دعوت
په سږکال IPL کې تر بل هر پړاو ډېرو داسې لوبغاړو ته چانس ورکول شوی وو، چې کم عمره او نوي ځوانان ول.
کوچ او لوبډلمشر په لوبو کې په دې تنکيو ځوانو کرکټرانو باور کوي، او دوی هم په خورا اغيزناک ډول له ځانه وړتيا ښيي.
دغو لوبغاړو له هرې موقعې ځینې په استفادې ټول ورکړل شوي چلنجونه مات کړل، د پياوړو او تجربه لرونکو کرکټرانو سره يې ډغرې ووهلې.
له افغانستان څخه که څه هم محمد نبي ته بيله ۲ لوبو په نورو کې چانس ورنه کړل شو، خو کم عمره لوبغاړو راشدخان او مجيب الرحمن څخه ددوی لوبډلو نهايي ګټه واخيستل، په داسې حال کې چې ظاهرخان د زخمونو له کبله د IPL تر پيل مخکي لا افغانستان ته رواستول شو.
دلته هغه څلور کرکټران چې عمرونه يې تر ۲۱ کلونو کم دي، خو بيايې هم په سږنيو لوبو کې د ښې کارګردګۍ له امله د راتلونکې کال لپاره خپل قېمتونه لوړ کړل، او د نړۍ پياوړو کرکټرانو ته د سر درد جوړ شوي ول، په اړه يې مالومات شريک کوو:
۱ـ راشد خان ( ۱۹ کلن )
راشد خان ارمان، هغه څېره ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د کرکټ هر مينوال پېژني او مالومه خبره ده چې له نوم سره يې يو ځای د افغانستان يادونه هم کيږي.
راشد په ۲۰۱۷ز کال د ۱۸ کلونو په عمر د لومړني افغان په حيث د هندوستان په پريمر ليګ کي واخيستل شو، هماغه پړاو يې په خورا برياليتوب سره پايته ورساوه، CPL,BBL,BPL لېګونو کي هم بريالی ولوبېد، نو ځکه د ۲۰۱۸ز کال IPL کې د ټولو لوبډلو ټارګيټ وو.
د پنجاب لوبډلي مشرې پريتي زينتا غوښتل چې راشد له ځان سره بوځي، خو سنرايزرز حيدراباد لوبډلې د خپل واک څخه استفاده وکړل، د RTM کارت په امتياز سره يې بيرته راشد خان په ۹۰۰ لکه واخيست.
راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره د الراونډر په څېر دنده ترسره کوله، خو توپ اچوونې ته يې هيڅ يوه توپوهونکي ځان نه شوټينګولای.
ای بي ډيويلرز، ويرات کوهلي، برينډن مکولم، پينچ، ګاتم ګمبير، ډهوني، جوز بټلر، سټيوسميت، فولارد، سټوکس، روهيت شرما او سريش راينا په څېر ډېر نورپياوړي لوبغاړي دې چې د راشد خان له لوري په IPL کې سوځېدلي دي.
راشد خان سږکال په ۱۷ لوبو کې، په ۲۱ اوسط کې ۲۱ لوبغاړې په ۶.۷۴ ايکانومۍ کې وسوځول.
نوموړی د سنرايزرز حيدراباد لپاره تر ټولو غوره توپ اچوونکی وو، او شايد ددې لوبډلې مشرانو دا احساس يې کړی وې چې په راروانه بولۍ کې لاډېري پيسې د راشد لپاره ځانګړي کړي.
د راشد خان ترټولو غوره لوبه په نيمه پايلوبه کې د کلکتې لوبډلې په وړاندې په ۱۰ توپونو ۳۴منډې او په څلورو اوورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځول وو، له امله يې ټويټر په شور شو او هندوانو کمپاین وکړ چې راشد ته دې د هند افتخاري تابعیت ورکړل شي.
له دې سره سره راشد تل د کمو هدفونو په دفاع کې دخپلي لوبډلي لپاره ځان د يو اړين لوبغاړي په حيث ثابت کړيدی.
۲ـ ريشب پانت ( ۲۰ کلن )
په هندوستان پريمرليګ کې سږکال ريشب پانت د دريم ځل لپاره ولوبېد.
ريشب که څه هم کشر لوبغاړی دی خو تخنيکي لوبې او وړتيا يې د ډيرو کرکټ پوهانو پام ځانته اړولی دی.
دغه ځوان کرکټر په سږکال لوبو کې په ۵۲ اوسط او ۱۷۳ سټرايک رېټ سره ۶۷۸ منډي ترسره کړې.
پانت يوازینی لوبغاړی دی چې په دې IPL کې يې ۱۰۰ بونډرۍ په ۶۸ څلوريځو او ۳۷ شپږيزو سره ترسره کړيدي.
د پياوړو توپ اچوونکو درلودونکي لوبډلي سنرايزرزحيدراباد په وړاندي يې سليزه هم ووهله.
تر ټولو ډېرې منډي يې ۱۲۸ دې چې دا په بايلونکې برخه کې د IPL په تاريخ کې تر اوسه بل لوبغاړي ندي کړي.
دده دغي وړتيا دی بيرته د هندوستان د ملي لوبډلي سره يوځای کړ.
۳ـ مجيب الرحمن ( ۱۷ کلن)
کينګز ايليون پنجاب لوبډله وروسته ترهغې چې ونه توانېدل چې راشد راخپل کړي، نو پريتي زينتا د ۱۷کلن مجيب الرحمن لپاره ۴۰۰ لکه روپۍ مصرف کړې.
د IPL په تاريخ کي يې د ترټولو کشر لوبغاړي په حيث د پنجاب لپاره غوره توپ اچوونه ترسره کړه.
ويرات کوهلي او نور پياوړي لوبغاړي يې له مخي پورته کړل او د راشد خان په څېر يې تاثري ګوګليان غورځول.
په سږکال هندوستان پريمرليګ کې يې ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې خو په وروستيو لوبو کې د زخمونو له کبله ونه لوبېد په داسې حال کې چې لوبډلې يې بې له ده يوه لوبه هم ونه ګټله.
غوره توپ اچوونه يې د راجستان رويالز لوبډلي په وړاندي د ۲۷ منډو په ورکولو سره د ۳ لوبغاړو سوځول وه.
خو وبه ګورو چې په نورو لېګونو او راتلونکي پړاو IPL دده پرسر څومره جنجالونه کيږي.
۴ـ مايانک مارکانډي ( ۲۰کلن )
د ۲۰۱۸ز کال IPL افتتاحيه لوبه د ممبي انډيانز او چنای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ وه، مينوال هغه وخت حيران شول چې کله ممبی انډيانز لوبډلې په لومړۍ لوبه کې له ځان سره مارکانډي د وروتوپ اچوونکې په حيث واخيست.
مارکانډي خپل پيل په ۳ ویکټو سره وکړ، چې ډهوني يې هم د لومړۍ ورځي ښکار وو، خو په دويمه لوبه کې د سنرايزرز حيدراباد په وړاندي يې د ۲۳ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړې وسوځول چې دا يې ترټولو غوره توپ اچوونه وه.
مايانک مارکانډي په ۱۴ لوبو کې ۱۵ ویکټې ترلاسه کړې.
خو د مارکانډي بخت د سږکال IPL تر وروستيو، په پيل کې ډېر بيدار وو.