د آی پي اېل لوبې د اپرېل په نهمه نېټه پیلیږي، د دې لوبو په اړه چې کوم، لوبغاړي لوبېږي او کوم لوبغاړي به تر کوم وخته په دې لوبو کې وي معلومات درکوو.
محمد نبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب الرحمن هندوستان ته تللي او هلته له خپلې لوبډلې سره حیدراباد سره یو ځای شوي دي.
بل پلو د پنجاب لوبډلې چټک او بریالی توپ اچوونکی محمد شمي چې له ډېر وخت راهیسې ژوبل و او د هندوستان لوبډلې په لوبو کې هم نه و؛ اوس یې ستونزه حل شوې او د پنجاب سره یو ځای شوی دی.
نوموړی د اسټرالیا پر وړاندې لوبو کې په لاس په توپ لګېدلی و او لاس یې مات شوی و.
نوموړي تېر آی پي اېل کې د پنجاب په ګټه په څوارلس لوبو کې ۲۰ وېکټې اخیستې وې او ۸ اعشاریه ۵۷ یې ایکانومي وه.
شمي وایي ما همېشه مثبت فکر کاوه، د آی پي اېل وروستی پړاو زما لپاره له لاسته راوړنو ډک و.
اجی رآټرا د ډیلي لوبډلې سره مل شو
د هندوستان د لوبډلې پخوانی وېکټ ساتونکی توپوهونکی اجی رآټرا د ډیلي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه یادې لوبډلې سره مل شو.
له دې لوبډلې سره محمد کیف او ریکي پونټېنګ هم شته، چې ریکي پونټېنګ د لوبډلې د توپوهنې روزونکی دی.
مصتفيض الرحمن
مصتفض الرحمن چې مخکې له حیدراباد لوبډلې سره لوبېده، نو د ملي لوبډلې د دوو ټېسټ لوبو لپاره چې سریلانکا سره یې لري، په آی پي اېل کې د لوبېدو برخلیک نامعلوم و.
د بنګله دېش د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر منهاج العابدین ویلي، چې نوموړی دوی سره په ټېسټ سکواډ کې نشته او دابه ښه وي، چې آی پي اېل ولوبوي.
د شکېب الحسن برخلیک
شکېب الحسن چې له حیدراباد لوبډلې سره و، دوه کاله پرې بندیز و، خو اوس هم ښایي د خپلې لوبډلې په ګټه ټېسټ لوبو کې ولوبېږي او آی پي اېل کې د لوبېدو موقع ورنه کړل شي.
خو د بنګله دېش د کرکټ بورډ لارښود ویلي چې هغه کولای شي، آی پي اېل لوبو کې برخه واخلي.
د ډوني استازی به څوک وي؟
ډوني له ۲۰۰۸ څخه د چینای لوبډلمشر دی او سورېش رېنا یې مرستیال دی؛ خو سږ کال به د سورېش رېنا پر ځای مرستیال لوبډلمشر جدیجا وي.
جدیجا سر له اوسه د چینای لوبډلې سره ملګری شوی او تمریناتي کمپ کې برخه اخیستې ده.
شیریاس ائیر به ورغېږي که او کنه؟
شیریاس ایئر د انګلستان خلاف څلورمه شل اوریزه لوبه کې ټپي شو او اوږه یې د توپ نیونې پرمهال ټپي شوه؛ نو لا هم ډاکټران ډاډه نه دي، چې هغه دې روان کال آی پي اېل سیالیو ته چمتو شي.
ایئر په ۲۰۱۸ کې د ډیلي لوبډلې بریالی لوبډلمشر تمام شوی او د ده په لوبډلمشرۍ کې یې لوبډله خورا ځلېدلې ده؛ خو دا چې سږ کال به دی له ډیلي لوبډلې سره نه وي، نو ستونزه به لوبډلې ته جوړه شي.
اډم زمپا
اډم زمپا چې واده ته چمتووالی نیولی دی او واده کوي، نو د آی پي اېل په لومړیو لوبو کې به له بنګلور لوبډلې سره نه وي.
د هند کرکټ بورډ او قرنطین مسئله
د هند او انګلستان لوبغاړو تازه لوبې پای ته ورسولې او دا دوه ډلې لوبغاړي به آی پي اېل کې له قرنطین پرته سیده لوبو ته ورداخل شي او قرنطین به پرې نه وضع کېږي.
خو هغه لوبغاړي چې لوبې یې نه دي کړي، هغوی به هند کې ۱۴ ورځې قرنطین تېروي او هم به د کرونا ټېسټونه کوي.
د پنجاب د توپ اچونې روزونکی
د اسټرالیا د تسمانیا سیمې پخوانی الراونډر لوبغاړی ډامین رایټ د پنجاب د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی دی.
دی به له انېل کومبلی سره مرستیال روزونکی وي.
له دې لوبډلې سره د توپوهنې کوچ وسیم جعفر او د توپ نیونې روزونکی جانټي رودز هم شتون لري.
د انګلستان لوبغاړي
د انګلستان لوبغاړي به د آی پي اېل تر پلی اف لوبو هند کې وي او لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.