د IPL او نړیوال جام د برخلیک ټاکلو په پار سبا مهمه ناسته کیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې.

ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول ستونزو پرته به د ټولو سیالیو کوربتوب وکړي.

د راپورونو له مخې هند کرکټ بورډ سبا د شنبې په ورځ خپلو کې ناسته کوي، تر څو د آی پي ایل لیګ او د شل اوریزه نړیوال جام د رسمي کوربتوب او نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

خو د «Sport today» د راپور له مخي، د هند په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلې، چې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب متحده عربي اماراتو ته د سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پوري ورکړل شوی، چې په دې تړاو رسمې پرېکړه هم د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.

ددې ترڅنګ د شل اوریزه نړیوال جام په اړه هم داسي خبرونه ورکړل شوي، چي هند به یې د آی پي ایل ترڅنګ په متحده عربي اماراتو کي وکړي، خو په اړه به یې ټول سبا شنبه پوه شو، چي هند کرکټ بورډ یې په اړه څه پرېکړه کوي.

 

تر ۲۹ سیالیو کولو وروسته د IPL جدول

 

۱ـ ډهلي کپیټلز؛ ۸ سیالۍ، ۶ یې ګټلې، ۱۲ نمرې لري.

۲ـ چینای سوپرکینګز؛ ۷ سیالۍ، ۵ یې ګټلې، ۱۰ نمرې لري.

۳ـ رویال چلینجرز بنګلور؛ ۷ سیالۍ، ۵ یې ګټلې، ۱۰ نمرې لري.

۴ـ ممبي انډینز؛ ۷ سیالۍ، ۴ یې ګټلې، ۸ نمرې لري.

۵ـ راجستان رویالز؛ ۷ سیالۍ، ۳ یې ګټلې، ۶ نمرې لري.

۶ـ پنجاب کینګز؛ ۸ سیالۍ، ۳ یې ګټلې، ۶ نمرې لري.

۷ـ کلکته نایټ رایډرز؛ ۷ سیالۍ، ۲ یې ګټلې، ۴ نمرې لري.

۸ـ سنرایزر حیدراباد؛ ۷ سیالۍ، ۱ یې ګټلې، ۲ نمرې لري.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.