د آی پي اېل پر وړاندې بله ستونزه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سپورټ یاران
د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې د سپټمبر په ۱۹ مه کابو ۲۱ ورځې وروسته په دوبۍ کې پېلېږي.
د دې لوبو لپاره لوبډلې چمتو دي او دوبۍ ته رسېدلي دي، خو د دغو لوبو پر وړاندې د لوبغاړو د ډاډمنې روغتیا نشتون یو لوی سرخوږی دی.
د جمعې په ورځ د کرېک بز وېبپاڼې راپور ورکړ، چې په ای پي اېل سوداګریزو لوبو کې دویمه مخکښه لوبډله چینای سوپرکېنګز د روغتیا له پلوه له ستونزو سره مخ ده او د لوبغاړو ترڅنګ یې د رهبرۍ غړي هم په کورونا وایروس اخته شوي دي.
دې وېبپاڼې لیکلي، چې د چینای لوبډلې تر اوسه د هغو کسانو نوملړ نه دی خپور کړی او یا یې هم نومونه نه دي په ډاګه کړي، چې په کرونا ویروس اخته دي، خو دومره یې ویلي چې د لوبډلې د ډېری سټاف د ټېسټونو پایلې مثبتې ختلي دي.
که چېرې په لوبغاړو کې هم د کورونا وایروس مثبتې پېښې څرګندې شي، دا به د آی پي اېل پر وړاندې بل سرخوږی شي.
ځکه که لوبې لغوه نشي نو بې مزې کېږي ورسره، ځکه که تکړه او مشهور لوبغاړي په کورونا اخته وبلل شي، لوبډلې ورسره کمزورې کېږي او لوبې بې خونده کېږي.
له یوې خوا لوبې په دې وجه هم له پخوا بې خونده شوي، چې کورونا وایروس له امله ننداره‌کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې لوبغالي ته ولاړ شي او له بله پلوه لوبې د هندوستان پر ځای دوبۍ کې ترسره کېږي.
تر دوبۍ په هندوستان کې د لوبې جوش زیات وي او ننداره‌کوونکي هم زیات وي.
بله خبره د لوبو لپاره د ټکنالوژۍ او اسانتیاوو برابرولو ده، نسبت دوبۍ ته په هندوستان کې د کرکټ نړیوال لوبغالي زیات دي او اسانتیاوې د کرکټ لپاره زیاتې مساعدې دي.
دوبۍ یو سوداګریز ښار دی او تر هندوستانه پکې قېمتي زیاته ده او لوبې د اقتصادي پلوه ستونزمنې دي.
اوس د کرېک بز وېبپاڼې ویلي چې لوبډلې به د څلورم ځل لپاره هم ټېسټ شي او که پایلې یې مثبتې شي؛ نو سرخوږی جوړولی شي.
د چینای سوپر کېنګز لوبډله د اګسټ په ۲۱ مه، وروسته له هغې دوبۍ ته ولاړه، چې په چینای سیمه کې یې ۴ ورځنی تمریناتي او ازمایښتي کمپ پایته ورساوه.
test positive.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.