آې پي ایل کې ځواکمن لوبغاړي د ځواکمنو لوبډلو ملا ورتړي؛ خو ځېنې وخت داسې وشي، چې دا ځواکمنې لوبډلې په کمو منډو د توپ اچوونکو ښکار شي او هدف یې خورا کم شي.
ددغه لیګ له لومړي پړاو تر اوسه همداسې شوي او د کمو ټارګېټونو ریکارډونه ځېنې لوبډلو خپل کړي دي.
که څه هم بنګلور لوبډله په ۲۰۱۳ م کال کې ستر ټارګېټ کې لومړۍ وه او ۲۶۳ منډې هدف یې وړاندې کړی و، دې لوبډلې بیا په کم هدف کې هم نوم وړی.
لومړی کوچنی هدف
رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې خلاف د آې پي ایل تر ټولو کوچنی هدف وړاندې کړ.
په دې لوبه کې بنګلور لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره یواځې ۴۹ منډې جوړې کړې وې.
دا لوبه د کلکتې ښار په ایډن ګارډېن لوبغالي کې شوې وه.
دوهم کوچنی هدف او لوبډله یې
په ۲۰۰۹ م کال کې دوهم کوچنی هدف د راجستان رویالز له خوا د بنګلور لوبډلې پر وړاندې کېښودل شو؛ دا هدف ۵۸ منډې و او د آې پي ایل په تاریخ کې دوهم کوچنی یا کم ټارګېټ دی.
دا دوهم پړاو آې پي آیل و او د سهیلي افریقا په کپټاون کې ترسره شو.
دریم کوچنی هدف
د آې پي ایل لوبو په اوږدو کې دریم کوچنی هدف د ډیلي ډیئر ډیویلز او اوسنۍ ډیلي کپېټلز لوبډلې دی، دې لوبډلې ۲۰۱۷ م کال کې چې لسم پړاو آې پي ایل و د ممبيي انډیئنز لوبډلې خلاف کمزوری هدف وړاندې کړ.
ډیلي لوبډلې ۶۶ منډې کړې وې او لوبه هم د ډیلي فروز شاه کوټله لوبغالي کې وه.
څلورم کوچنی هدف
ډیلي لوبډلې د دوهم ځل لپاره د آې پي ایل څلورم کوچنی هدف د پنجاب لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۷ م کال کې د پنجاب په کورني لوبغالي موهالي کې ترسره شوه.
ډیلي لوبډلې، پنجاب ته ۶۷ منډې هدف ورکړی و.
پنځم کوچنی هدف
پنځم هدف د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې له خوا ممبيي لوبډلې ته د آې پي ایل لومړي پړاو ۲۰۰۸ کال کې ورکړل شوی دی، دا هدف ۶۷ منډې و او لوبه هم د ممبيي ښار په وانکېډی لوبغالي کې وه.
شپږم کوچنی هدف
د بنګلور لوبډلې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې پیل په کوچني هدف وکړ، دې لوبډلې چینای سوپرکېنګز لوبډلې ته ۷۱ منډې هدف ورکړ او دا تر دمه د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالیو تر ټولو کم هدف دی.
د آې پي ایل تاریخ کې بیا شپږم وړوکی هدف دی.
اووم کوچنی هدف
اووم کوچنی هدف هم د بنګلور لوبډلې له خوا راجستان لوبډلې ته په ۲۰۱۴ م کال کې اېښودل شوی و، دا ۷۰ منډې هدف و او لوبه په دوبۍ کې ترسره شوې وه، دا پړاو آې پي ایل سیالۍ په دوبۍ کې ترسره شوې وې.
اتم کوچنی هدف
اتم کم هدف کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې د رایزېنګ پونه سوپرجاینټس لوبډلې پر وړاندې اېښی و، دا لوبه په پونې ښار کې وه او ټارګېټ ۷۳ منډې و.
نهم کم هدف
۲۰۱۱ م کال آې پي ایل کې کوچي ټوسکرز کېرالا لوبډلې د دیکان چارجرز لوبډلې پر وړاندې نهم کوچنی هدف اېښی و، دا هدف ۷۴ منډې و او لوبه هم کوچي سیمه کې وه.
کوچي سیمه د هند بحر سهیل لویدیځ کې پرته ده، چې کېرالا ایالت پورې تړاو لري.
لسم کوچنی هدف
د آې پي ایل تاریخ کې لسم کوچنی هدف په ۲۰۱۳ م کال کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له خوا ممبيي انډیئنز لوبډلې ته ورکړل شوی دی، دې لوبډلې ۷۹ منډې هدف ورکړی و.
لوبه د ممبيي ښار په وانکېډی لوبغالي کې ترسره شوې وه.