د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان پريمر ليګ سږکال بيرته په هندوستان کې ترسره کېږي.

د هندوستان کريکټ بورډ د ۲۰۲۱ز هندوستان پريمر لېګ مهالوېش اعلان کړ.

د کابو دوه کلونو وروسته يوځل بيا هندوستان د خپل لېګ کوربتوب کوي،احمد اباد،بنګلور ، چينای ،ډهلي ،ممبی او کلکتې ښارونو کې دا لوبې ترسره کېږي.

دا پړاو د اپريل په نهمه پيلېږي او په چينای ښار کې به دفاعي اتله لوبډله ممبی انډينز او او رويال چلنجر بنګلور په لومړۍ لوبه کې سره مخ سي.

fb img 16151814947496547437423173552290 د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

په احمد اباد کې د نريندرا مودي په نامه د نړۍ په ترټولو ستر لوبغالي کې به پلې افز او د مارچ په ۳۰مه پايلوبه ترسره سي.

په لېګ پړاو کې به هره لوبډله په څلورو لوبغالو کې لوبې ترسره کوي چې ټوله ۵۶ لوبې کېږي، چينای ،ممبی ،کلکتې او بنګلور په هر لوبغالې کې به ۱۰ لوبې ترسره کېږي،همدارنګه په احمد اباد او ډهلي کې ۸ لوبې ترسره کېږي.

fb img 16151814971773406698199309302533 د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

۶ لوبډلې به د ماسپښين لخوا درې لوبي ترسره کوي چې د افغانستان په وخت ۰۲:۳۰ بجې شروع کېږي او دوې لوبډلې به د ماسپښين لخوا دوې لوبې ترسره کوي،د ماښام لوبې پر ۰۶:۳۰ بجې شروع کېږي.

fb img 16151814992646439880729572804183 د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

په عربي اماراتو کې تر بريالي پړاو وروسته سږکال هم د تړلو دروازو ترشا لوبې پيلېږي خو حالاتو ته په کتو شايد وروسته نندارچيانو ته اجازه ورکول سي.

fb img 16151815013383263969599083843653 د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

هره لوبډله کولای سي چې يوازي درې لوبې د خپل کورڅخه دباندي وکړي.