د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د یکشنبې ورځ په هندوستان پريمرليګ کي تربلي هري ورځي توپير لري.
نن په هندوستان کي ددې ترڅنګ چي رخصتي ده قوي لوبډلي هم د يوبل په وړاندي لوبيږي.
ماسپښين ۰۳:۰۰ بجې کلکته نايټ رایډرز د چينای سوپر کينګز په وړاندي لوبيږي او په دويمه لوبه کي ماښام ۰۷:۰۰ بجې حيدراباد د ډهلي سره زور ازمايي.
کلکته د چينای په وړاندي:
FB IMG 1554839285476 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
چينای سوپر کينګیز چي تربلي هري لوبډلي سږکال په فوم کي ده او ترټولو يې ډير لوبي ګټلي همدارنګه ډيري نومرې هم لري نن په اډين ګارډن کي يوځل بیا د کلکتې سره لوبه کوي.
په روان ليګ کي دا دويم ځل دی چي کلکته دچينای سره مخ کيږي،لومړۍ لوبه چينای ګټلې او داځل به ګورو چي کلکته په خپل کورکي ترې غچ اخلي که بيا هم ماته مني.
ډواین براوو چي په تیره لوبه کي نه دی لوبیدلی دنن لوبي لپاره اماده دی شاید د چينای په ۱۱ کسيزه لوبډله کي ولوبیږي.
کلکتې هم تیره لوبه کي د ډهلي په وړاندي سونيل نارین او کریس لين پرځای جوی ډينلي او کارلوس بريټ ويټ ولوبول خو هغوی ۱۰% پایله هم نه درلودله نو ځکه ډير احتمال سته چي نارين او لین به نن بيا اوپنينګ کوي.
چينای لپاره به ترټولو نن اړینه دا وي چي انډري رسل ژر وسوځوي ځکه رسل په روان ټورنمينټ او نورو کلونو کي په اډين ګارډن کي ښه ثابت سوی او بې رحمه توپوهنه يې کړې.
FB IMG 1554866099370 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
په تيرو ۳ لوبو کي رسل د چينای په وړاندي ( ۵۰ . ۸۸ . ۵۵) ناسوځيدلي منډي کړي.
او په روان لیګ کي يې ( ۴۸، ۶۲، ۴۸، ۴۹، ۶۰، ۴۵) منډي کړي او ۶ وکيټي يې اخيستي دي.
د چينای بریدګر لوبغاړی سریش راینا بیا د کلکتې په وړاندي ډيرځلي خطرناکه ثابت سوی.
راینا د کلکتې په وړاندي تر دې مهاله په ۲۲ لوبو کي ۶۷۸ منډي کړيدي.
همدارنګه د واټسن دریدل به د کلکتې لپاره لوی خطر وي.
FB IMG 1554839362576 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
ديپک چاهار او عمران طاهر چي دچينای غوره توپ اچوونکي دي د کلکتې او د لوبغاړو په وړاندي تر جدیجا او هربجن غوره ثابت سوي.
کلديپ یاداو،پیوش چاولا او فیرګیسن د چينای په وړاندي د کلکتې غوره اپشن دی.
تر دې مهاله کلکتې او چينای د یوبل په وړاندي ۲۲ لوبي کړي، ۱۳ لوبي چينای ګټلي، ۸ لوبي کلکتې ګټلي او يوه لوبه د باران له کبله بې پایلي پایته رسيدلې.
FB IMG 1554667161264 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
سنرایزر حیدر اباد د ډهلي کاپيټالز په وړاندي:
د هندوستان پریمر ليګ په ديرشمه لوبه کي نن شپه ډهلي کاپيټالز د حيدر اباد ميلمنه ده.
FB IMG 1554912187937 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
حيدراباد خپله تيره لوبه د پنجاب په وړاندي بایلوله خو ډهلي بیا کلکتې ته په کلکته کي ماته ورکړله.
همدارنګه دا دویم ځل دی چي ډهلي او حیدراباد په سږکال کي سره مخ کيږي،په لومړۍ لوبه کي حيدراباد بریا خپله کړله خو چي نن به يې څوک ګټي.
کین ویلمسن چي په تيرو ۳ لوبو کي نه وو شاید نن د محمدنبي پرځای ولوبيږي،ځکه د هند کورني لوبغاړي منیش پانډې،شنکر او یوسف پټان په تیرو لوبو کي د پام وړ توپوهنه نده کړې نوځکه ویلمسن ته زښته اړتیا لیدل کیږي او همدارنګه د یوسف پټان پرځای شايد ابیشک شرما چي تر اوسه ورته چانس ندی ورکول سوی ولوبيږي.
FB IMG 1554701396042 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
ډهلي چي تر نورو ټولو لوبډلو ځوانه ده شاید په لوبډله کي د پام وړ تغیرات رانه ولي، کیدای سي چي د کيمو پاول پرځای بيرته سندیپ لاميچن ولوبوي.
ډيويډ وارنر
FB IMG 1554695349695 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
حیدر اباد به نن یوځل بیا په توپوهنه کي ترټولو ډير پر ډيويډ وارنر حساب کوي.
وارنر په تیره لوبه کي دپنجاب په وړاندي ۶۲ توپونو باندي ۷۲ منډي ترسره کړلې او همدارنګه په تیرو لوبو کي يې سليزه وهلې او په هره لوبه کي يې د پام وړ توپوهنه کړې.
وانر په روان لیګ کي تربل هر توپوهونکي ډيري منډي کړي او د نارنجي خولۍ ویاړ دځانه سره لري.
نوموړي په روان لیګ کي تر دې مهاله په ۱۴۶ سټرایک ريټ سره ۳۴۹ منډي کړي.
شيکر داون
IMG 20190413 081747 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
شيکرداون په تیرو څو پړاوونو کي د حیدراباد لپاره لوبي کولې خو سږکال بیرته د خپلي پخوانۍ لوبډلي ډهلي سره يوځای سو.
شیکر د ډهلي تربل هر لوبغاړي د حیدر اباد د هوا،حالت او لوبغاړو څخه خبر دی.
په تیرو لوبو کي يې هم دپام وړ توپوهنه کړې.
د کلکتې په وړاندي يې که څه هم سلیزه ونه وهله خو لوبډله یې بریا ته ورسوله او ۹۷ ناسوځيدلي منډي يې وکړلې.
ډهلي به پر شيکر داون ډير تمرکز کوي او تر هغه وروسته به ریشب پنت او شيریاس ایر د منډو جوړولو لپاره راځي.
تير ۳ ځلي چي ډهلي او حیدراباد سره مخ سوي ۳ واړه لوبي حيدر اباد ګټلي.
FB IMG 1554437035888 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
خو په ټول IPL کي ۱۳ ځلي سره مخ سوي ، ۹ لوبي حيدر اباد ګټلي او ۴ لوبي ډهلي ګټلي.
په توپ اچوونه کي د ډهلي لپاره ربادا، موریس او بولټ د حیدراباد په وړاندي ننګونه ده.
خو حیدراباد بیا دځان سره راشدخان بونیشور کمار،سیدارت کاول او خلیل احمد لري.
FB IMG 1554695120681 د IPL قوي لوبډلي نن سره مخ کيږي
د حيدراباد د نن په ۱۰۰مه لوبه کي لوبډلمشر بونیشور کومار يوازي يوې وکيټي ته اړتيا لري چي په IPL کي ۱۰۰ وکيټي پوره کړي.
امیت میشرا بیا يوازي يوې وکیټي ته اړتيا لري چي د لومړني هندوستاني توپ اچوونکي په حيث ۱۵۰ وکيټي پوره کړي.