د حیدراباد، کلکتې، چینای او ډیلي لوبډلې په کورونا وایروس اخته شوي لوبغاړي بېرته ښه شوي او د لوبو لپاره چمتو دي.
په حیدراباد لوبډله کې ریډیمن ساحا، په کلکتې لوبډله کې پراسېد کرېشنا، وارون چکرورتی او وریئر په نامه لوبغاړي، په چینای لوبډله کې بالاجي او د روزنې برخې بل تن او یو د بس کلېنډر، په ډیلي لوبډله کې امېت مېشرا او د ټېم سیفرټ په نامه نیوزیلېنډی لوبغاړی په کورونا اخته شوي وو.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې ویلي دا ټول لوبغاړي د قرنطین او تجرید څخه وروسته ښه شوي دي.
وارون چکرورتي چې د کلکتې لوبډلې پیاوړی سپېن بالر و، د لومړي ځل لپاره یې پرکورونا د اخته کېدو خبر خپور شو.
له دې وروسته د کلکتې او حیدراباد ترمنځ ۲۹ مه لوبه هم وځنډول شوه.
وارون چکرورتي زیاتوي چې دی کله په کورونا اخته شو، نو د هوټل په یوه کوټه کې قرنطین شو، تبه یې وه او ځان درد یې درلود.
د نوموړي په خبره د کلکتې لوبډلې مالک او د هندي سېنما ستوري شاهرخ خان هر وخت د ناروغو لوبغاړو پوښتنه کوله.
هغه ویلي « شاهرخ خان به هره ورځ د هر لوبغاړي ځانګړی احوال اخیست، د هغوی د درملنې لپاره به یې سپارښتنه کوله».
چکرورتي وایي کابو یوه میاشت زه د خپلو ملګرو یا د لوبډلې له نورو لوبغاړو جلا وم، حتی د لوبډلې په تمریناتي کمپ کې مې هم ګډون ونه کړ.
د آیپياېل پاتې ۳۱ لوبو لپاره د سپټمبر میاشت د هیلې کړکۍ بلل شوې ده.
خو ځېنو نړیوالو ویلي چې د هندوستان لوبغالي د کورونا له امله د آیپياېل لپاره برابر نه دي او ښایي نړیوال جام هم په هند کې ترسره نشي.
د هندوستان کرکټ بورډ بیا له انګلستان هم غوښتي، چې د آیپياېل د لوبو لپاره د پنځه ټېسټ لوبو مهالوېش یوه اوونۍ رامخکې کړي.
بل پلو داسې ګونګوسې هم دي، چې ښایي د آی پي اېل پاتې لوبې په انګلستان کې ترسره شي.
همدارنګه د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ ټېسټ پایلوبې ته به نږدې ۴ زره ننداره کوونکي لوبغالي ته ورپرېږدي.