د آې پي ایل د ۸ لوبډلو روزونکي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د دیارلسم پړاو آې پي ایل یا د ۲۰۲۰ م کال هند سوداګریز لیګ لپاره د اته لوبډلو روزونکي په ډاګه شوي دي.
آې پي ایل  په ۲۰۰۸ م کال کې تاسیس شوی دی، تر دې دمه یې ۱۲ پړاوونه شوي دي او دیارلسم پړاو یې د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په میاشت کې پېلېږي.
د آې پي ایل راروان پړاو لپاره د ۲۰۱۹ م کال وروستۍ میاشت کې یعنې ډیسمبر په ۱۹ مه نېټه بولي کېږي.
ځېنې لوبغاړي به اخېستل کېږي او ځېنې لوبغاړي به بیا رېټېن یا لوبډلې له ځان سره ساتي.
د دې لوبډلو سره د ۲۰۰۸ م کال راهیسې ډېری روزونکي پاتې دي او ځېنې نور بیا بدل شوي رابدل شوي دي.
د آې پي ایل لوبو اتلولي څلور ځلې ممبيي لوبډلې، درې ځلې چینای سوپرکېنګز، دوه ځلې کلکتې، یو ځل حېدراباد، یو ځل دیکان چارجرز او یو ځل راجستان رویالز لوبډلو ګټلي دي.
په دغو بریاوو کې د لوبغاړو او لوبډلمشرانو سربېره د خواریکښو او هڅوونکو روزونکو لوی لاس هم دی.
دا هم د اته لوبډلو د روزونکو نومونه:
انډریو مک ډونلډ
انډریو مک ډونالډ د اسټرالیا کرکټ لوبډلې پخوانی الراونډر دی، دی د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالیو لپاره د راجستان لوبډلې روزونکی دی.
مک ډونالډ له دې وړاندې دوه ځلې له بنګلور او کلکتې لوبډلو سره لوبغاړی هم پاتې شوی دی.
هغه په بېګ باش لیګ کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې روزنه هم کړې ده.
 برېنډن مکالم
brandon maculum.JPG
برېنډن مکالم چې د نیوزیلېنډ چټک توپ وهونکی و، اوس یې ډېری لیګونو کې هم لوبې پرېښي او د کلکتې لوبډلې سره د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل لوبو لپاره مشر روزونکی ټاکل شوی دی.
له دې وړاندې جېکس کېلېس د کلکتې لوبډلې روزونکی و
مکالم د آې پي ایل پنځه پړاوونوکې د کلکتې لوبډلې سره لوبېدلی، نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې د کلکتې لپاره ۱۵۸ منډې کړې وې.
د کلکتې لوبډلې مشر وېنکی مایسور ویلي، چې مکالم د روزنې لپاره غوره انتخاب دی.
 انېئل کومبلی
انېیل کومبلی د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او بالر دی اوس د پنجاب لوبډلې لپاره د دیارلسم پړاو
آې پي ایل لوبو کوچ ټاکل شوی دی.
۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ م کال کې د ممبيي لوبډلې روزونکی و.
د پنجاب لوبډلې لپاره پخوانی روزونکی مایک هېسن و.
 سېمون کاټېچ
simon.JPG
سېمون کاټېچ د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی دی، نوموړی اوس د بنګلور لوبډلې لپاره روزونکی ټاکل شوی دی.
آر سي بي لوبډلې ګېري کرسټین او اشیش نِهرا له روزنې لرې کړل او پر ځای یې سِمون کاټېچ او مایک هېسن روزونکي وټاکل.
د بنګلو لوبډله چې د آې پي ایل له پیاوړو لوبډلو ده؛ خو تر اوسه یې هیڅ اتلولي نه ده ګټلې.
ریکي پونټېنګ
ricky ponting.JPG
د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر دی او اوس د ډیلي کپېټلز لوبډلې روزونکی دی.
ډیلي لوبډله د ځوان لوبډلمشر شیریاس ایئر په مشرۍ او د ریکي په رهبرۍ غواړي چې د لومړي ځل لپاره د اتلولۍ خوند وڅکي.
 سېمون کاټېچ
simon.JPG
سېمون کاټېچ د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی دی، نوموړی اوس د بنګلور لوبډلې لپاره روزونکی ټاکل شوی دی.
آر سي بي لوبډلې ګېري کرسټین او اشیش نِهرا له روزنې لرې کړل او پر ځای یې سِمون کاټېچ او مایک هېسن روزونکي وټاکل.
د بنګلو لوبډله چې د آې پي ایل له پیاوړو لوبډلو ده؛ خو تر اوسه یې هیڅ اتلولي نه ده ګټلې.
ټرېوور بایلېس
trevor bayless.JPG
ټرېوور بېلېس په نیو ساوت ویلز کې زېږېدلی دی، ده د مختلفو لوبډلو لپاره د روزنې دنده پرمخ وړې ده، د اسټرالیا او انګلستان لوبډلې یې هم رهبري کړي دي او اوس په آې پي ایل کې د حېدراباد لوبډلې روزونکی دی.
له دې وړاندې ټام مودي د حېدراباد لوبډلې روزونکی و او ۲۰۱۶ م کال کې د مودي په روزنه کې حېدراباد اول ځل اتلولي ګټلې وه.
مهیلا جایاوردنی
mahela.JPG
مهیلا جاوردنی د سریلانکا تکړه توپ وهونکی و، هغه اوس د ممبيي لوبډلې روزونکی دی، ممبيي څلور ځلې اتلولي ګټلې، چې د روزنې برخه کې یې تر شا د روبېن سېنګ، جانټي رودز، سچېن ټېنډولکر، انېل کومبلی او شېن بونډ لوی لاس دی.
کله چې ریکي پونټېنګ د ممبيي لوبډلې مشري پرېښوده؛ نو مهیلا جایاوردني له ممبي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه.
سټیفېن فلیمېنګ
stephen feleming.JPG
پخوانی نیوزیلېنډی لوبغاړی دی او اوس د چینای لوبډلې روزونکی دی.
فلیمېنګ له ۲۰۰۸ م کال راهیسې د چینای لوبډلې ملګری دی او تر اوسه یې هم له ځان سره ساتلی دی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.