د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي دي، چې ویرات کولي د رویال چېلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره د یو ښه لوبډلمشر په توګه ښې لاسته راوړنې نه دي لرلي او ځانګړي څه یې د نوموړې لوبډلې لپاره نه دي کړي.
د هندوستان د سوداګریزلیګ یا آې پي ایل یوولس کاله کېږي، چې پیل شوی دی.
په دغه لیګ کې ویرات کولي د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې پیاوړې لوبډله جوړوي، ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، مخکې پړاوونوکې کرېس ګېل، مېچل سټارک او ځېنې نور مشهور لوبغاړي هغه څوک دي، چې په آر سي بي لوبډله کې اخېستل شوي وو.
خو د نړۍ د مشهورو لوبغاړو د شتون سره، سره د رویال چېلېنجرز بنګلور لوبډلې خپل مینه وال راضي نه کړل او یو ځل یې هم د اې پي ایل سیالیو اتلولي نه ده ګټلې.
آر سي بي لوبډلې په ۲۰۰۹ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ م کلونوکې پایلوبوته لار موندلې وه؛ خو په دغو چانسونوکې یې بیا هم اتلولي نه ده ګټلې.
آر سي بي لوبډلې په تېرکې د نړۍ مشهور او باتجربه کسان د روزونکو په توګه ګمارلي؛ خو لا یې هم اتلولي نه ده اخېستې.
په تېرکلونوکې آرسي بي ۶ لوبډلمشران بدل کړي دي، راهول ډرایوېډ، کیوین پېټرسن، انېیل کومبلی، ډانیل ویټوري، ویرات کولي او شېن واټسن هغه لوبغاړي دي، چې د بنګلور لوبډلې لوبډلمشري یې کړې ده؛ خو لاهم دا لوبډله د اتلولۍ لاسته راوړنه نه لري. خو په دوی ټولوکې ویرات کولي بنګلور لوبډله تر پایلوبې رسولې ده.
بل پلو بیا ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې آرسي بي داسې بدترینې پنځلس لوبې هم ګټلي، چې ډېر په کمزوري حالت کې وې.
ویرات کولي په ۹۶ لوبوکې بنګلور لوبډله د لوبډلمشر په توګه رهبري کړې ده، چې ۴۴ لوبې یې ګټلي او ۴۷ یې بایللي دي.
او پنځه نورې لوبې بیا مساوي یا ټای شوي دي.
معنی دا چې لوبډلې یواځې ۴۸ اعشاریه ۳۸ سلنه لوبې ګټلي او نورې یې بایللي دي.
د ۲۰۱۳ م کال راهیسې ویرات کولي آرسي بي لوبډله رهبري کوي، پنځم، اووم، دریم او دوهم مقامونه یې لوبډلې ته ګټلي دي؛ خو لومړي مقام باندې تراوسه ندی بریالی شوی.
په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونوکې د ویرات کولي په مشرۍ بنګلور لوبډلې اتم او شپږ مقامونه اخېستي وو، چې د بنګلور لوبغاړوته په کتو خراب مقامونه دي.
په ۲۰۱۸ کال کې ویرات کولي تر ټولو لوړ اخېستل شوی هغه په دغه پړاو اې پي ایل کې په ۱۷ کروړه هندي کلدارو پېرل شوی و.
اوس د آرسي بي لوبډلې څښتنان په دې لټه کې دي، چې ای بي ډیویلیرس د کولي ځای ناستی کړي.
کوري انډرسن چې د نیوزیلېنډ کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، په منځنۍ برخه کې د هېټر او لوبې فېنېشر یا ختموونکي په توګه اخېستل شوی؛ خو لا یې هم خپله ذمه واري نه ده ادا کړې.
بل پلو ای بي ډیولیئرس د تل لپاره د آرسي بي لوبډلې لپاره په ون ډاون او ټو ډاون حالتونوکې ښه توپ وهنه کړې ده، چې لوبډله یې ډېری وخت له ستونزو را اېستلې ده.
د وېب پاڼې په باور چینای سوپرکېنګز لوبډله چې درې ځلې د اې پي ایل اتله پاتې شوې، ټول زاړه لوبغاړي دي؛ خو ښې رهبرۍ یې لوبډله تر اتلولیو رسولې ده.
د چینای سوپرکېنګز لوبډلې لوبډلمشري ایم ایس ډوني کوي.
اوس د آرسي بي لوبډلې مشر وایي، چې ای بي ډیویلئرس کولای شي د ډوني په څېر له تجربو کار واخلي او لوبډله په ۲۰۱۹ کال کې تر اتلولۍ ورسوي.