د آی‌پي‌اېل جالب اړخونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د آی‌پي‌اېل مخینه له ۲۰۰۷م  راهیسې پیل شوې ده، چې اته لوبډلې پکې هر کال ګډونوالې وي؛ خو په دغو لوبډلو کې ممبيي بیا یواځینۍ لوبډله ده، چې تر ټولو زیاته بریالۍ ده.
دې لوبډلې په ۲۰۱۳م کې د اتلولۍ مزه وڅکله او د اتلولیو ګټلو هوډ یې پیاوړی شو.
په ۲۰۱۵م کې یې دویم ځل اتلولي ترلاسه کړه، په ۲۰۱۷م کې یې د اتلولیو هېټرېک پوره کړ، ۲۰۱۹م کې یې څلورم ځل اتلولي خپله کړه او ۲۰۲۰م کې یې پنځم ځل لپاره د اتلولۍ جام هسک کړ.

 
۲۰۱۳م کې د ممبيي او چینای لوبډلې پایلوبه کې مخ شوې، دا لوبه د هندوستان په کلکته ښار کې وه، چې ممبيي پکې چینای ته ماتې ورکړه او د پایلوبي غوره لوبغاړی کېرن پولارډ راغلی و او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی شېن واټسن راغلی و.
۲۰۱۵م کې ممبيي دویم ځل اتلولي ترلاسه کړه او پایلوبه کې یې چینای ته ماته ورکړه، د لوبې غوره  لوبغاړی روهېټ شرما و او د ټول سیریز غوره لوبغاړی انډری رسل نومول شوی و.
۲۰۱۷م کې ممبيي دویم ځل اتلولي واخېسته، چې پایلوبه کې یې رایزېنګ پونه سوپر جاینټس ته ماته ورکړه او د لوبې غوره لوبغاړی کرونال پانډیا راغلی او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی بېن سټوکس اعلان شو.
۲۰۱۹م کې یو ځل بیا ممبيي لوبډلې پایلوبه کې چینای ته ماته ورکړه او څلورم ځل یې اتلولي ترلاسه کړه.
دې کال کې د لوبې غوره لوبغاړی لسېت ملېنګا راغلی و او د ټول آی‌پي‌اېل غوره لوبغاړی انډری رسل پېژندل شوی و.
۲۰۲۰م کال آی‌پي‌اېل پایلوبه په دوبۍ کې ترسره شوه، چې ممبيي پکې ډیلي ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه، د لوبې غوره لوبغاړی نیوزیلېنډی کیڼ لاسی بالر ټرېنټ بولټ ونومول شو، ده پایلوبه کې درې وېکټې واخېستې.
د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی انګلستانی جوفرا ارچر وپېژندل شو.

ممبيي ته د اتلولۍ څو روپۍ ورکړل شوې؟

مخکې به د اتلولۍ ګټونکي ټیم ته نېږدې ۳۳ کروړه هندي کلدارې ورکول کېدلې، خو سږ کال د کورونا وایروس له امله د اتلولۍ د جام ګټلو قیمت راټیټ شو.
تېر کال چې ممبيي اتلولي ګټلې وه، ۲۰ کروړه هندي روپۍ ورکړل شوې وې او چینای سوپر کېنګز چې دویم راغلې وه، ۱۲ نیم کروړه هندي روپۍ ورکړل شوې وې.
خو سږ کال ممبيي ته لس کروړه هندي روپۍ ورکړل شوې او ډیلي ته ۶ اعشاریه ۲۵ کروړه هندي روپۍ ورکړل شوې.

تحفې/ ډالۍ چاته ورکړل شوې؟

ټرېنټ بولټ د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د ایمرجېنګ لوبغاړو په منځ کې چې عمرونه یې د ۱۹ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، د کار لوبغاړی پکې د بنګلور لوبډلې دېفدت پاډیکل و.
هغه په ځوانو لوبغاړو کې ښه توپوهنه کړې وه او ۴۷۳ منډې یې کړې وې.
نوموړي ته د ځوان لوبغاړي په توګه جایزه ورکړه.
د مناسبې لوبې جایزه ممبيي لوبډلې ته ورکړل شوه.
د ټول ټورنمنټ ځواکمن یا د پاور اف د سیزن لوبغاړی ټرېنټ بولټ وپېژندل شو او جایزه ورکړل شوه.
ټرېنټ بولټ سږ کال ۲۵ وېکټې واخېستې، چې ۱۶ یې په پاور پلی وختونو کې له لومړي اوور څخه تر شپږم اوور پورې ترلاسه کړي.

د لوړ ګوزار کچ یا سټرایک رېټ جایزه

دا جایزه یو ځل بیا ویسټ انډیزي کېرن پولارډ یوړه، هغه په ۱۹۱ اعشاریه ۴۲ سټرایک رېټ توپ وهنه وکړه او غوره جایزه یې واخېسته.
تېر کال دا جایزه سونېل نرېن اخیستې وه.
د ټول ټورنمنټ زیاتې شپږیزې وهونکی لوبغاړی کیڼ لاس اېشن کېشن و، هغه ۳۰ شپږیزې وهلې وې.
د ګېم چېنجر یا د لوبې د حالت بدلوونکي لوبغاړي جایزه کی اېل راهول واخیسته.
هغه ۶۷۰ منډې وکړې.
اورېنج کېپ یا د زیاتو منډو نارنجي خولۍ
دا خولۍ هم کی ایل راهول په سر کړه هغه په ۱۲۹ اعشاریه ۳۴ سټرایک رېټ سره ۶۷۰ منډې کړې وې او هره لوبه کې یې په اوسط ډول ۵۵ اعشاریه ۸۳ منډې کړي، چې هره لوبه کې یې په اصطلاح نږدې ۵۶ منډې کړي دي.

د زیاتو وېکټو خولۍ

پرپل کېپ افریقایي کګېسو رباډا واخیسته، هغه ټول ټورنمنټ کې ۳۰ وېکټې پوره کړې او د ټول آی‌پي‌اېل مخکښ توپ‌اچوونکی و.
او جسپرېت بومرا ۲۷ وېکټې اخیستي دي.

د ټول ټورنمنټ ارزښتناکه لوبغاړی

د ټول ټورنمنټ ارزښتناکه لوبغاړی د راجستان لوبډلې چټک بالر انګلستاني جوفرا ارچر و، هغه په هر اوور کې ۶ اعشاریه ۵۵ منډې ورکړې وې، ۲۰ وېکټې یې اخیستي دي او توپوهنې برخه کې یې ۱۰ شپږیزې هم وهلي دي.