
د هندوستان سوداګریزې سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوي دي او لومړي پړاو آې پي ایل کې پاکستاني لوبغاړي هم شامل وو.
خو له دې وروسته بیا پاکستانیو لوبغاړو باندې په یادو سیالیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په وجه بندیز ولګېد.
له لومړي پړاو آې پي ایل څخه تر روان دولسم پړاو آې پي ایل پورې ځېنې ریکارډي هدفونه جوړ شوي دي:
لومړی لوړ هدف
تر ټولو لومړی ستر هدف د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې له خوا په ۲۰۱۳ م کال کې وړاندې شوی دی.
دا ټارګېټ بنګلور لوبډلې د پونه وریئرز لوبډلې پر وړاندې اېښی و، په دې لوبه کې کرېس ګېل ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
د پونې لوبډلې پر وړاندې بنګلور لوبډلې ۲۶۳ منډې هدف ایښی و.
دې لوبه کې د بنګلور پنځه وېکټې لوېدلې وې.
دوهم لوړ هدف
دوهم ستر هدف هم د بنګلور لوبډلې له خوا و، دا هدف یې په ۲۰۱۶ م کال کې د ګوجرات لاینز لوبډلې پر وړاندې ایښی و.
بنګلور لوبډلې ګوجرات زمریانو لوبډلې ته ۲۴۸ منډې هدف ورکړی و.
دې لوبه کې د بنګلور درې لوبغاړي اوټ شوي وو.
دریم ستر هدف
د آې پي ایل دریم ستر هدف چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ۲۰۱۰ م کال کې د راجستان پر وړاندې اېښی و.
چینای لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۶ منډې کړې وې.
څلورم ستر هدف
۲۰۱۸ م کال کې کلکتې لوبډلې د پنجاب پر وړاندې د آې پي ایل څلورم ستر هدف وړاندې کړی و، کلکتې لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۵ منډې کړې وې.
پنځم ستر هدف
په ۲۰۰۸ م کال کې چینای سوپرکېنګز لوبډلې د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې پر وړاندې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې کړې وې.
شپږم لوړ هدف
په ۲۰۱۵ م کال کې بنګلور لوبډلې د ممبيي انډیئنز لوبډلې خلاف د یو لوبغاړي په سوځېدو سره ۲۳۵ منډې کړې وې.
اووم لوړ هدف
تر دې دمه په روان آې پي ایل کې اووم ستر هدف د حېدراباد دی، چې د بنګلور پر وړاندې یې د آې پي ایل په ۱۱ مه لوبه کې ورکړ.
۲۳۱ منډې حېدراباد جوړې کړې وې او ۲۳۲ منډې هدف و.
دې لوبه کې د حېدراباد دواړو اوپنرانو سلیزې ووهلې.
جاني بېرسټو ۱۱۴ منډې وکړې او ډېوېډ وارنر بیا ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دواړو په لومړۍ وېکټ ۱۸۵ منډې ملګرتیا هم وکړه.
محمدنبي عیسی خېل په دې لوبه کې په ۱۱ منډو څلور وېکټې واخېستې، چې ای بي ډویلیرس یې کلین بولډ کړ.