د بنګلور او ډیلي لوبډلو کلکتې او پنجاب ته ماتې ورکړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام لسمه لوبه د بنګلور او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه.

بنګلور په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ګلېن مکسوېل د ۷۸ منډو او د اې بي ډیویلیرس د ۷۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۰۴ منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې د ۸ وېکټو په نقصان سره د ۱۶۶ منډې وکړې او لوبه ترې رایل چلېنجرز بنګلور په ۳۸ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی اې بي ډیویلیرس وپېژندل شو، هغه په ۳۶ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بنګلور د دې لوبې په بریا سره د جدول سر ته ولاړه او نومرې یې هم شپږو ته ورسېدې.

بنګلور او کلکتې لوبډلې په ۲۶ لوبو کې مخ شوي، چې ۱۴ یې کلکتې ګټلي دي.

دویمه لوبه

د یکشنبې ورځې دویمه لوبه د پنجاب او ډیلي ترمنځ ترسره شوه، ډیلي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د کی اېل راهول د ۶۱ منډو او د میانک اګروال د ۶۹ منډو په مرسته ۱۹۵ منډې وکړې.

د پنجاب لپاره توپ اچوونکي په دفاع کې ناکام شول، ټول بالران یې وټکېدل، محمد شمي په ۴ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او د وېکټ په اخیستلو هم بریالی نشو.

جای ریچارډسن په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او ریلي مېرېدیت بیا په ۲ اعشاریه ۲ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې.

د دې لوبډلې بالرانو درې نو بالونه او شپږ پراخ توپونه هم ترسره کړل.

د ډیلي لوبډلې په ۱۸ اعشاریه دوه اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د شېکر دوان د ۹۲ منډو په مرسته هدف پوره کړ او پنجاب ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی شېکردوان وپېژندل شو، هغه په ۴۹ توپونو د ۱۳ څلوریزو او دوه شپږیزو په ملتیا ۹۲ منډې وکړې.

د پنجاب او ډیلي لوبډلې ۲۶ ځلې په ټول آی پي اېل سره مخ شوي، چې ۱۵ لوبې پنجاب او ۱۱ لوبې ډیلي ګټلي دي.

د دوشنبې په ورځ چینای سوپر کېنګز د راجستان پر وړاندې ۱۲ مه لوبه کې مخ ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.