د آیپياېل له پیل څخه تر دې دمه ځېنو لوبغاړو چټک اننګزونه لوبولي او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ګټونکې پاڼۍ لوبولي دي.
یوسف پټان
یوسف پټان هغه الراونډر دی، چې د کلکتې لوبډلې لپاره یې په منځنۍ برخه کې د یو فېنېشر او هیټر رول لوبولی دی او تل یې ښې لوبې د کلکتې لپاره ګټلي دي.
خو په ۲۰۰۸ کې دی له راجستان لوبډلې سره و او د چینای سوپرکېنګز لوبډلې پر وړاندې یې په ۳۹ توپونو ۵۶ منډې وکړې او د توپ اچوڼې برخه کې یې په ۲۲ منډو درې وېکټې ترلاسه کړې.
شېن واټسن
شېن واټسن په ۲۰۱۸ کې د حیدراباد پر وړاندې پایلوبه کې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او اتلولي یې چینای لوبډلې ته وګټله.
کرېس ګېل
۲۰۱۴ کې کرېس ګېل د آيپياېل درېیم غوره اننګز لوبولی و، ده ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې کړې وې او هم یې د بنګلور لوبډلې لپاره ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې وې.
نوموړي دا غوره لوبه د پونې لوبډلې پر وړاندې کړې وه.
راشدخان
راشدخان په ۲۰۱۸ کې د کلکتې پر وړاندې د آیپياېل غوره اننګز ولوباوه، هغه چټکې ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او هم یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
راشدخان وکولای شول، چې په پلی اف لوبه کې کلکته لوبډله بهر کړي او حیدراباد لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.
راشدخان د دې لوبې غوره لوبغاړی هم شو او ډېری هندوستانیانو د هغه د لوبې ډېره ستاینه وکړه.
شېن واټسن
واټسن په ۲۰۰۸ کې د راجستان لوبډلې په ګټه د ډیلي پر وړاندې یوه غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
هغه ۵۲ چټکې منډې وکړې او هم یې په لس منډو ورکولو سره ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
په دې کال ده د آیپياېل په غوره او با ارزښته الراونډرانو کې ځان شمېر کړ.
برېنډن مکالم
برېنډن مکالم په ۲۰۰۸ کې د بنګلور لوبډلې پر وړاندې د کلکتې په ګټه ۱۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
هغه ۷۳ توپونو لوبولي وو، چې ۱۳ یې شپږیزې او لس یې څلوریزې وهلې وې.
تر ۲۰۱۴ پورې دا په یوه پاڼۍ کې د آیپياېل ترټولو لوړې او ریکارډي منډې وې؛ خو دا ریکارډ په ۲۰۱۴ کې کرېس ګېل مات کړ.
سورېش رېنا
سورېش رېنا په ۲۰۱۴ کې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې غوره پاڼۍ ولوبوله، هغه په ۲۵ توپونو ۸۷ منډې وکړې او بیا رن اوټ شو.
نوموړي ۶ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې وهلې وې.
خو لوبه په ۲۴ منډو پنجاب ګټلې وه، د پنجاب لپاره سېواګ ۱۲۲ منډې کړې وې او ۲۲۶ منډې هدف و.
کېرن پولارډ
۲۰۱۳ کې د مې په ۲۶ مه کېرن پولارډ د ممبيي لوبډلې لپاره ګټونکې پاڼۍ ولوبوله د ممبيي لوبډله په سخت حالت کې وه، چې پولارډ په شپږمه وېکټ راښکته شو، هغه په ۳۲ توپونو ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او هدف یې د درې شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۴۸ ته ورساوه.
د چینای لوبډلې په ټولو اورونو کې ۱۲۵ منډې وکړې او لوبه ترې ممبيي په ۲۳ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم پولارډ ترلاسه کړه.
چونکه دا پایلوبه وه نو اتلولي هم د ممبيي لوبډلې وګټله.
کوري انډرسن
د نیوزیلېنډ کیڼ لاسی الراونډر دی، ده په ۲۰۱۴ کې د راجستان پر وړاندې یوه لوبه کې غوره توپوهنه وکړه.
ده په ۴۴ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې شپږ شپږیزې او ۹ څلوریزې پکې شاملې وې او د راجستان لوبډلې ۱۸۹ هدف یې په پنځلسم اوور کې کراس کړ.
انډری رسل
رسل د بنګلور پر وړاندې په ۲۰۱۹ کې نه هېرېدونکې لوبه وکړه.
هغه په ۱۳ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۷ شپږیزې او یوه څلوریزه یې وهلې وه.
نوموړي د بنګلور لوبډلې ۲۰۵ منډې هدف د شلم اوور په لومړي توپ پوره کړ او بنګلور ته یې ماته ورکړه.
هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
سږ کال آیپياېل کې کې اېل راهول، سنجو سمسن، جاس بټلر غوره پاڼۍ لوبولي دي.