پاکستان کرکټ بورډ؛ آسیا جام به د ای پي اېل نه قرباني کېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور 
داسې ګنګوسې دي چې هندۍ کرکټ اداره بي سي سي ای غواړي، د راتلونکي اسیا جام پر ځای د هندوستان غوره لیګ ترسره شي. که څه هم د دې بورډ کومې سرچینې دا خبر رسماً منلی نه دی، خو پاکستاني لوري دې کار ته سخت غبرګون ښودلی دی. په وروستۍ مرکه کې چې د پاکستاني کرکټ بورډ اجرایه رییس وسیم خان له جي ټي وي نیوز سره کړې ویلي، که چېرې د یو څو ملکونو د یو تاریخي او معتبره اسیا جام پر ځای د یوه هېواد تجارتي لیګ ترسره کېږي، دا به یوازې دا مانا ولري، چې یو هېواد پر کرکټ راج چلوي.
دې کار ته به نور هېوادونه خاص ډول پاکستاني لوری هېڅ اجازه ور نه کړي. وسیم خان وايي: “یوازې روغتیايي ستونزې (کرونا ویروس) که چېرې همداسې په نړۍ کې خورېږي، ممکن آسیا جام یا هم په کل کې کرکټ له خنډ و ځنډ سره مخ کړي، نور نو هېڅ اړخ او لوری د دې حق نه لري، چې دومره ستر کرکټ تورنمېنټ، چې د څو هېوادونو جامع کرکټ تورنېتټ دی، د ځاني ګټو او خپل تجارتي لیګ قرباني کړي.
وسیم خان د راتلونکي نړیوال جام په اړه هم چې اسټرالیا کې به ترسره شي، خپله اندېښنه څرګنده کړې، خو ډاډ ورکوي، چې په دې اړه نړیواله شورا او هم د اسټرالیا بورډ له نږدې کار کوي، څو د دې جام د ښه ترسره کېدو لپاره کار وکړي. دی همداشان د ټېسټ چمپینز شیپ یا د پنځه ورځنینو لوبو د اتلوالۍ په اړه هم غږېدلی، وايي؛ دا ډېره مهمه ده، چې موږ اوس په ټوله کې د کرکټ نړۍ ته د ورپېښو ګواښونو په اړه تصمیم ونیسو، ټېسټ چمپینزشيپ دوامداره ساتل ډېر زیات مهم دي، باید چې یوه د حل لاره ورته پیدا کړل شي، خو دا به په راتلونکو دوو دریو میاشتو کې واضح شي، چې مخکې څه کول په کار دي.