یاران سپورټس
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي نن د ویډیو کنفرانس له لارې د آی پي اېل په اړه له ویرات کولي او د هندوستان د کرکټ بورډ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي سره د جمعې پر ورځ وغږېدل.
په دې لیدنه کې د هندوستان نور لوبغاړي، لکه کی ایل راهول، چېټېشور پوجارا، سچېن ټېنډولکر او یو شمېر نور هم مل شي.
ګنګولي او ویرات کولي به د راروانو آی پي اېل سیالیو په اړه وغږېږي، چې د دې سترو سوداګریزو سیالیو د پیل او یا هم ځنډ په اړه پلان ونیسي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي په دې ویډیو کنفرانس له مودي څخه وغوښتل چې د یاد هېواد ۲۱ ورځني قرنطیني حالت څخه وروسته د هندوستان په هېواد کې د کرونا تهدید وارزوي او له هغې وروسته د آی پي اېل سیالیو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
ګنګولي هڅه کوي چې د اپرېل په ۱۴ مه نېټه د آی پي اېل سیالۍ پیل کړي.
او ویرات کولي هم له نریندارا مودي څخه په همدې اړه وضاحت وغوښت.
پر دې سربېره د هندوستان یو شمېر نورو کرکټ لوبغاړو هم دې کنفرانس کې خپلې غوښتنې او نظرونه شریک کړل.
بل پلو د راجستان لوبډلې اجرایوي مشر رنجیت بارتاکور هم له هندوستان کرکټ بورډ غوښتي چې د هندي لوبغاړو ترمنځ دې لنډې آی پي اېل سیالۍ وکړي او له اوږدو لوبو دې ډډه وکړي.
د آی پي اېل سیالیو لپاره درې نېټې اعلان شوي دي.
لومړی د مارچ ۲۹ مه وه، چې دا نېټه د اپرېل ۱۵ مې ته وځنډېده، بیا د اپرېل ۱۵ مه او اوس د مې میاشت لومړۍ نېټه هم نظر کې نیول شوې ده.
دا چې نهایي پرېکړه به څه کېږي، نو د هندوستان کرکټ بورډ، لوبغاړي او د آی پي اېل مالکان په هڅه کې دي، چې ستونزه حل کړي او د یاد کرکټ لیګ په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.