په آی پي اېل د کرکټ بیا پیلېدل

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
دا چې د کرونا وایروس له امله په ټوله نړۍ کې ډله‌ییز فعالیتونه بند دي، نو د هر ډول لوبغالو دروازې یې هم تړلې دي.
اوس د آی پي اېل په اړه د انګلستان پخواني تکړه کرکټ لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې د کرکټ د لوبغالو بندې دروازې به د آی پي اېل په سیالیو بیا پرانیستل کېږي.
هغه له سټار سپورټس سره په مرکه کې ویلي: “زه باوري چې د آی پي اېل سیالۍ به کېږي او سږ کال به بند شوی کرکټ یو ځل بیا د آی پي اېل په سیالیو پرانیستل کېږي…” خو د آی پي اېل برخلیک لا هم نه دی معلوم.
د کرېک انفو وېبپاڼې ویلي، چې د آی پي اېل د پیل په اړه لا هم د انتظار شېبې اوږدېدای شي.
بل پلو کیوین پېټرسن وایي، چې هر کرکټ لوبغاړی په انفرادي ډول د آی پي اېل مینه‌وال دی.
د هغه په خبره دوه یا درې لوبغالي باید مشخص شي او په دغو لوبغالو دې له ننداره‌کوونکو پرته لوبې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان په ګډون زیاتره هېوادونه قرنطین یا لاک ډاون دي.
د کرونا وایروس له وېرې د هندوستان د سوداګریزو لوبو په اړه هم تر اوسه ډاډمنه پرېکړه نه ده شوې.
که یادې سیالۍ خپلې دویم ځل نېټه یعنې د اپرېل په پنځلسمه نېته پیل شي، نو ټولې ورته ۱۰ ورځې پاتې دي، خو لا هم د هندوستان کرکټ بورډ چمتو نه دی چې دا لوبې په همدې نېټه پیل شي.
د هندوستان سترې سوداګریزې لوبې هر کال کابو د دوو میاشتو لپاره د هندوستان په سترو ښارونو کې د اته لوبډلو په ګډون ترسره کېږي، چې سږ کال یې هم د پیل او یا هم نه پیل په اړه دقیق معلومات نشته.
د آی پي اېل سیالیو په اړه د حکومت او کرکټ په چوکاټ کې تر دې دمه درې سترې غونډې شوي دي.
لومړۍ غونډه په مارچ کې وشوه، چې آی پي اېل لوبې یې د مارچ له ۲۹ مې د اپرېل ۱۵ مې ته وځنډولې. دویم ځلې هم سورف ګنګولي، چې د هندوستان د کرکټ بورډ مشر دی، په غونډه کې وویل، چې ښایي د آی پي اېل لوبو په اړه وروستۍ پرېکړه د مې په لومړۍ نېټه وشي.
د جمعې پر ورځ د اپرېل په ۳ مه د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي، د هندوستان د کرکټ له مشهورو څېرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وغږېد. خو دغو ټولو غونډو تر دې دمه پایله نه ده ورکړې او لا یې هم د آی پي اېل په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.