سریلانکا د آی پي اېل کوربتوب ته چمتو ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یاران سپورټس
د سریلانکا کرکټ بورډ د هندوستان کرکټ بورډ ته ویلي چې دوی کولای شي په سریلانکا کې د آی پي اېل سیالیو کوربتوب ته اوږه ورکړي او له هند کرکټ بورډ سره دې برخه کې مرسته وکړي.
په سریلانکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر سلو کمې دي او په همدې خاطر سریلانکا د آی پي اېل سیالیو لپاره د کوربتوب ټټر وهلی دی.
په سریلانکا هېواد کې هم مناسبې ټېکنالوژۍ سمبال کرکټ لوبغالي شته، چې د آی پي اېل سیالیو لپاره پکې د لوبو خوند برابرېدی شي.
خو د هندوستان کرکټ بورډ بیا رسنیو ته ویلي چې سریلانکا تر دې دمه د آی پي اېل د کوربتوب په اړه له دوی څخه رسمي غوښتنه نه ده کړې.
د ای پي اېل کرکټ سیالۍ دوه ځلې له خپلو نېټو څخه ځنډول شوي دي.
د مارچ له ۲۹ مې نېټې د اپرېل پنځلسمې نېټې ته او اوس تر امر ثاني یو ځل بیا ځنډېدلي دي.
که د آی پي اېل سیالۍ ترسره نشي، نو د لوبډلو مالکانو او مالي ملاتړو ته به څومره مالي زیان ورسي؟
د آی پي اېل مسوولین او مالکان وایي که سږ کاله د آی پي اېل سیالۍ لغوه شي، نو د کرکټ لوبډلو مالکانو او مالي ملاتړو ته به ۵۰۰ میلیونه ډالر تاوان ورسېږي.
د آی پي اېل سیالیو لپاره هر څه سپانسر کېږي او که ترسره نه شي، نو د هوټلونو، اوبو پلورونکو، بېرغ پلورونکو، هارنډ پلورونکو، موټرو چلوونکو، د انټرنېټ کمپنیو او نورو کار ورسره کم رنګه کېږي او په دې صورت کې هغه شریکه ګټه چې د آی پي اېل د مالکانو، لوبغاړو، د هند کرکټ بورډ او هند دولت ته په لاس ورځي ټوله په اوبو لاهو کېږي.
هیلې شته چې سږ کال د هندوستان د سوداګریزو کرکټ لوبو دیارلسم پړاو د چینای او ممبيي لوبډلو په لومړۍ لوبه پرانیستل شي او کوربه لوبغالی یې هم د ممبيي ښار کې د وانکېډی لوبغالی ټاکل شوی و.
 
1.png