په ای پي ايل کې نن د حيدراباد او کلکتې لوبډلو سرنوشت ټاکل کېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
نن په ای پي ايل ليګ کې خورا مهمه لوبه ماښام ۰۶:۳۰ بجې د ممبی انډينز او سنرايزر حيدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
ممبی انډينز،ډهلي او بنګلور هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته يې لار پيدا کړې، پنجاب،راجستان او چينای بيا هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته د تلو هيڅ چانس نلري.
د لومړي پړاو يوه لوبه د ممبی او حيدر اباد ترمنځ پاته ده،دا لوبه د ممبی لپاره مهمه نده ځکه دوی له وړاندې کواليفای سوي خو د حيدراباد لپاره يې ګټل ځکه مهم دي چې په ګټلو سره به يې دويم پړاو او په بايللو سره به يې کورته روانېږي.
fb img 16043707010399054648078666205403 په ای پي ايل کې نن د حيدراباد او کلکتې لوبډلو سرنوشت ټاکل کېږي
کلکتې خپلي لومړنی پړاو لوبې پايته رسولي، په ۱۴ لوبو کې يې ۷ ګټلي او ۷ بايللي،۱۴ نومرې لري او نيټ رېټ يې -۰،۲۱۴ دی.
حيدراباد بيا په ۱۳ لوبو کې ۶ لوبې ګټلي او ۷ يې بايللي،۱۲ نومرې لري او +،۵۵۵ نيټ رېټ لري.
په نيټ رېټ کې حيدراباد کولای سي چې نن ممبی ته په ماتې ورکولو سره مستقيماً څلور غورو ته لار پيدا کړي خو که يې بايلوله نو کلکته به دويم پړاو ته ځي.