د نړۍ په کچه ډېری کرکټ لیګونه ترسره کېږي او لا په دې برخه کې پراخوالی راځي، لومړیو کې د آی پي ایل سیالۍ ترسره کېدې، بیا د بېګ باش لیګ سیالۍ پیل شوې، په انګلستان کې بلاسټ سیالۍ تاسیس شوې، په ویسټ انډیز کې سي پي ایل سیالۍ، په بنګله دېش کې بي پي ایل سیالۍ، په افغانستان کې ای پي ایل یا افغانستان سوداګریز لیګ، په پاکستان کې پاکستان سوپر لیګ، کاناډا کې ګلوبل لیګ، په عربو کې ټي ټېن لیګ او په افریقا کې مزانسي کرکټ لیګونه تر دې دمه جوړ شوي او ترسره شوي دي؛ خو د دغو ټولو لیګونو پر سر چې پاچاهي کوي او راج چلوي هغه د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ دی.
د دغه لیګ د خوند او جوش ځېنې علتونه دي
لومړی دا چې د نړۍ په کچه هر راز تکړه او پیاوړي لوبغاړي په دغه لیګ کې اخېستل کېږي، سپانسر یا مالي ملاتړي یې زیات دي، مشهور خلک او فلمي لوبغاړي د لوبډلو په جوړولو کې دخیل دي، چې د خلکو علاقه ورسره ډېره زیاته ده او همدا علت دی، چې د هغوی راتګ لوبو ته د ننداره کوونکو د زیاتوالي سبب کېږي.
بل ستر علت یې دا دی، چې هندوستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی، چې تر چین وروسته زیات نفوس لري؛ نو په هندوستان کې د هرې طبقې خلک کرکټ پېژني او اشنایي ورسره لري؛ دوی نارینه، ښځینه، سپین ږیري، ځوانان، پېغلې او ماشومان د لوبو د نندارې لېواله دي؛ نو همدا علت دی، چې د لوبو پرمهال د نړۍ تر ټولو هېوادونو په هندوستان کې د لوبو ننداره کوونکي زیات وي او خلک یې له لوبو خوند اخلي، کله چې په یوه لوبه کې کراوډ او ننداره زیاته وي، په همغه اندازه ورسره لوبغاړي جذباتي کېږي او د لوبو خوند ورسره زیاتېږي.
د آی پي ایل پنځوس سلنه جذبه
مخکې خو آی پي ایل لوبې سل په سلو کې له خوند او جوش ډکې وې؛ خو سږ کال ځېنې علتونه وو، چې د لوبغاړو د پېر مسئله هم پکې ستونزمنه او کمرنګه وه.
ډېر کم لوبغاړي په بولۍ کې وپېرل شول، چې د تېرکال په پرتله بولي کاملاَ کمزورې وه.
مخکې داسې ویل کېدل چې دغه لیګ به په افریقا او یا هم عربي متحده اماراتو کې ترسره شي؛ خو اوس د هند کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا لوبې به په هندوستان کې ترسره کېږي.
دا لوبې ځکه په هندوستان نه ترسره کېدې، چې هلته عمومي ټاکنې کېدې؛ خو د حکومت او کرکټ بورډ په توافق دا لوبې بېرته هندوستان کې ترسره کېږي.
دا چې دا لوبې هندوستان کې کېږي، نو پنځوس سلنه لوبې بېرته د ننداره کوونکو له اړخه جذباتي شوې او کراوډ به زیات وي.
خو یو علت شته چې پنځوس سلنه به لوبې کمرنګه کړي؛ هغه د تکړه لوبغاړو نه لوبېدل دي، انګلستان، اسټرالیا، سهیلي افریقا چې پیاوړي او نامتو لوبغاړي لري، ویلي دي، چې دوی به آی پي ایل سیالۍ ډېر ژر پرېږدي، دا ځکه چې هغوی د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ته چې انګلستان کې ترسره کېږي تیاری نیسي.
نو په آی پي ایل سیالیو سږ کال یو بل سیوری نړیوال پنځوس اوریز جام غوړولی، دا جام د می میاشت په ۳۱ مه نېټه د انګلستان هېواد او د ویلز سیمو په کوربتوب پیلېږي، چې ډېری لوبغاړی خپلو لوبډلو سره د تمریناتو لپاره یو ځای کېږي او انګلستان ته کوچ کوي.
سږ کال آی پي ایل سیالۍ او نېټه یې
۲۰۱۹ کال کې د آی پي ایل سیالیو دولسم پړاو ترسره کېږي، مخکې ویل کېدل، چې دا سیالۍ به د مارچ په ۲۸ مه نېټه پېلېږي؛ خو اوس د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، د آی پي ایل لوبې به د مارچ په ۲۳ مه نېټه پېلېږي.
د هندوستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال سیالۍ به په هندوستان کې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ټاکنې به هم کېږي.
تر اوسه د آی پي ایل سیالیو لپاره لوبغالي او ښارونه نه دي په ګوته شوي، د هند کرکټ بورډ وایي لوبغالي به هله په ګوته کړي، کله چې د ټاکنو وروستۍ نېټه اعلان شي.
د آی پي ایل لوبډلې او قېمتونه یې
۲۰۱۷ م کال کې په ټول آی پي ایل ټورنمنټ ۲ اعشاریه ۵۵ بیلیونه ډالر قراردادونه یواځې له نشروونکو چینلونو سره شوی و، چې نړیوالو چېنلونو په لویو وچو کې په مختلفو هېوادونو کې دا لیګ خپراوه.
چینای سوپرکېنګز لوبډله تر ټولو قیمتي لوبډله ده، د دې لوبډلې قېمت په ۲۰۱۸ م کال کې ۶۵ ملیونه امریکایي ډالر و.
د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې قېمت په ۲۰۱۸ م کال کې ۶۲ ملیونه امریکایي ډالر و.
سن رایزرز حېدراباد لوبډلې ۵۴ ملیونه ډالر قېمت درلود.
ممبيي انډینز لوبډلې ۵۳ ملیونه ډالر، رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې ۴۹ ملیونه ډالر، ډیلي لوبډلې ۴۴ ملیونه ډالر، راجستان او کېنګز ایلیون پنجاب بیا څلوېښت، څلوېښت ملیونه ډالر قېمتونه درلودل.