د IPL په لومړي پړاو کې پاکستاني لوبغاړي تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستې وې

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان آی پي ایل سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۰۸م کال کې ترسره شو، چې پکې راجستان رویالز لوبډلې چینای سوپرکینګز ته په دریو ویکټو ماته ورکړه او د لومړي پړاو اتلولي یې خپله کړه.

په یاد لیګ کې د راجستان رویالز لوبډلې پاکستاني تېز توپ‌اچونکي سهېل تنویر تر ټولو زیاتې ۲۲ ویکټې واخیستې.

 

د IPL لومړي پړاو کې زیاتې ویکټ اخیستونکې لس لوبغاړي

 

۱ـ سهېل تنویر؛ راجستان رویالز لوبډله، ۱۱ لوبې، ۲۲ ویکټې.

۲ـ شین وارن؛ راجستان رویالز لوبډله، ۱۵ لوبې، ۱۹ ویکټې.

۳ـ شانتاکومران؛ کینګز پنجاب لوبډله، ۱۵ لوبې، ۱۹ ویکټې.

۴ـ شین واټسن؛ راجستان رویالز لوبډله، ۱۵ لوبې، ۱۷ ویکټې.

۵ـ مېن‌پریټ ګوني؛ چینای سوپر‌کینګز لوبډله، ۱۶ لوبې، ۱۷ ویکټې.

۶ـ پیاش ګاوله؛ کینګز پنجاب لوبډله، ۱۵ لوبې، ۱۷ ویکټې.

۷ـ ایلبي مارکل؛ چینای سوپرکینګز لوبډله، ۱۳ لوبې، ۱۷ ویکټې.

۸ـ یا‌مهېش؛  ډهلي کپیټلز لوبډله، ۱۱ لوبې، ۱۶ ویکټې.

۹ـ عرفان پټان؛ کینګز پنجاب لوبډله، ۱۴ لوبې، ۱۵ ویکټې.

۱۰ـ معروف؛ ډهلي کپیټلز لوبډله، ۱۰ لوبې، ۱۵ ویکټې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.