ژباړه: حماد هلال
ریاضي د پرمختللې نړۍ زړه دی او مهمه نده چې زموږ خوښېږي یا نه خوښېږي په هر صورت ریاضي زموږ د ژوند مهمه برخه ده. د ټولو اختراعاتو لکه: ځيرک مبایلونه، کمپیوټرونه او حتی هوا پېژندنې ترشا ریاضي شتون لري، چې خپل مهم نقش یې د دوی په محاسبو او اختراعاتو کې په تېر اوس او راتلوونکې کې ثابت کړی دی.
ریاضي د هر علم له مهمو برخو ګڼل کېږي، خو تراوسه مو فکر کړی چې ریاضي په لومړي ځل چا رامنځته ته کړه؟ موږ ټول د ریاضي معادلاتو مهم کشف کوونکي پېژنو، خو په دې مو فکر ندی کړی چې ریاضي په لومړي ځل چا کشف کړه.
د ریاضي د کشف ماجرا
د ریاضي اصلیت له تاریخ وړاندې دورې ته رسیږي، خو لاترڅو داسې شواهد شتون نلري چې ثابت کړي د ریاضي څخه په لومړي ځل څه وخت ګټه اخیستل شوې وه، خو کولی شو د ځينو سرچېنو څخه مالومات لاسته راوړو.
هغو لومړنیو انسانانو چې د ځمکې په مخ یې ژوند کولو مجبور وو، د اعدادو، میقناطیس یا نورو وسیلو په کارولو په ژوند کې د ریاضي سره سر و کار ولري. د بېلګې په توګه دوی باید زده کړی وی چې خپل کارونه تقسیم اوقات کړي او څه وخت خپل کارونه ترسره کړي یا د خپلو خوړول وختونه منظم کړي، چې دا په اوسنۍ ریاضي کې رانغاړلې خبرې دي.
البته ، په افریقا کې شل کاله دمخه شواهد شتون لري چې نن ورځ هم د ریاضياتي مفکورې تیوري په توګه کارول کیږي. جیومیٹری شاید د ریاضیاتو لومړی مفهوم و چې پدې وخت کې کاریدو او د مصریانو لخوا معرفي شوی وو.
په لومړیو کلونو کې د ریاضي مطالعه
ریاضي په لومړیو کلونو کې مختلفو جغرافیو کې مطالعه کېده. لږ لږ او په تدریجي توګه داسې بدلونونه پکې رامنځته شو، چې د ریاضي مختلفو قوانینو منعکس کوونکي و او دا قوانین د طبیعت څخه لاسته راغلل. د ځینو دې قوانینو ریښه شپږ زره کاله پخوا ته رسیږي، چې له هغه وخت لږ لږ د ضرب، جمعې او تقسیم قوانین کشف شو.
د ریاضي په پرمختګ کې احتمالاً د مصر پوهانو ډېره ونډه لرله او نظریې کشف کړي. د ریاضي پرمختللي فورمولونه ۲۵۰۰ کاله وړاندې د فیثاغورث فورمول په ګډون کشف شوي.
ډېری متخصیصان په دې باور دي، چې د ریاضي اړوند لومړی علمي بحث ۲۵۰۰ کاله وړاندې ترسره شوی، چې په هغه وخت کې پوهان یو بل سره د مالوماتو په شریکولو توانیدلي و، چې د ریاضي په برخه کې مهم کشفیات وکړي.
د ریاضي ترټولو پخوانی جدول چې ۴۰۰۰ کلن دی په بین النهرین کې دی.
د ریاضي په اړه ترټول پخواني لاسوندونه (د لاس لیک) پاپيري مصري دي.
تر دې دمه خورا زاړو ساینس پوهانو شتون لرولو، چې دا ویل کیدی شي دوی د ریاضیاتو علومو لومړي ساینس پوهان دي.
نو د ریاضي کشف کوونکی څوک دی؟
هغه ریاضي چې اوس یې موږ تاسو لولو بېلابېلو فرهنګونو د حاصل ترکیب دی، چې د ډېری مختلفو علومو د یوځای کېدو لامل دی، هغه وخت چې موږ د مشخص کس په اړه خبرې کوو او غواړو هغه د ریاضي کاشف په توګه وپېژنو، متاسفانه عاجز یوو ځکه په دې برخه کې لا دقیقو اطلاعاتو ته لاس رسی ندی پیداشوی. د ریاضي فورمولونو او نظریاتو کشف کوونکی مشخص دي، خو دا چې په لومړي ځل چا ریاضي منځته راوړه مشخصه نده.