نړیوال جام له افغانستانه په شاندارو مراسمو رخصت شو؛ دلته دا هم ولولئ چې کومو ځایونو ته یوړل شو؟

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: سمیع الله درانی
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د نړیوال جام لپاره په افغانستان کې خورا ښه ترتیبات او مراسم نیول شوي وو.
دوی ویلي چې د دې ټرافي په لومړۍ ورځ د ارګ ماڼۍ کې ډېر مناسب ترتیبات نیول شوي وو او ولسمشر محمد اشرف غني د دې ټرافي ډېر درناوی وکړ، له دې وروسته ولسمشر وویل، چې یوه داسې ورځ به هم راشي، چې افغان لوبډله به دا جام افغانستان ته د دایم لپاره راوړي او ګټي به یې.
اشرف غني له افغانانو وغوښتل چې کرکټ سره مینه وکړي.
48430116 1123195404507478 7996017632316751872 n نړیوال جام له افغانستانه په شاندارو مراسمو رخصت شو؛ دلته دا هم ولولئ چې کومو ځایونو ته یوړل شو؟
له دې وروسته د نړیوال جام ټرافي له ارګ څخه د دارالامان ماڼۍ ته یوړل شوه، دغه ماڼۍ د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د افغان اتل پاچا غازي امان الله خان له خوا جوړه شوې ده؛ دغه پاچا د کرکټ د څښتن هېواد انګلستان څخه د افغانستان خپلواکي اخېستې ده.
له دې وروسته د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ د نړیوال جام کوربنه شوه، هلته د افغان کرکټ بورډ له خوا دغه جام ته خورا ښه مراسم نیول شوي وو، په لوړه کچه دولتي چارواکي هم په دغو مراسمو کې حاضروو، د دې سربېره په دغو مراسمو کې د مدني ټولنو غړي، د رسنیو غړي او د کرکټ ګڼ شمېر مینه وال موجود ول.
د نړیوال جام دوهمه ورځ :
49029638 1621340631344995 7234519239246217216 n نړیوال جام له افغانستانه په شاندارو مراسمو رخصت شو؛ دلته دا هم ولولئ چې کومو ځایونو ته یوړل شو؟
په دوهمه ورځ نړیوال کرکټ جام له کابل څخه د افغانستان مرکزي او با امنه ولایت بامیانو ته ولېږدول شو، هلته د بامیانو په تاریخي ځایونو کې وګرځول شو، په بامیانو کې د بودا تاریخي مجسمې هم موجودې دي.
په بامیانو کې د کرکټ بورډ او بامیانو ولایتي چارواکو په ګډې همکارۍ شاندار مراسم ترسره شول او خلکو خوښي ښکاره کړه.
هلته د دغه جام هرکلي ته ولایتي چارواکي، د ښوونځیو زده کوونکي، د کرکټ مینه وال، انځورګران، د کرکټ چېئرمېن یا مشر عزیزالله فضلي، د بامیان والي طاهر زُهېر او اصغر افغان ولاړ وو.
د بامیان والي وویل، چې کرکټ ښه لوبه ده او د دې لپاره به په بامیان کې کار کوي، چې دا لوبه لا وغوړېږي.
د نړیوال جام د ور وړلو پر مهال په بامیان ولایت کې د بزکشي لوبه هم وشوه، چې د نړیوال جام د هرکلي په موخه جوړه شوې وه.
herat نړیوال جام له افغانستانه په شاندارو مراسمو رخصت شو؛ دلته دا هم ولولئ چې کومو ځایونو ته یوړل شو؟
د نړیوال جام دریمه ورځ او هرات ته سفر:
د دوهمې ورځې په ماښام د کرکټ بورډ چارواکو او لوبغاړو د هېواد لویدیځ ولایت هرات ته پرواز وکړ، دلته هم ډېر په زړه پورې مراسم چمتو شوي وو.
د کرکټ نړیوال جام ته د هرات د والي په ماڼۍ کې ښه راغلاست وویل شو، د هرات والي محی الدین د دې مراسمو په راس کې و.
هرات ځکه وټاکل شو، چې دا ولایت هم د هېواد یو تاریخي ولایت دی او دلته د کرکټ په پرتله فوټبال سره خلک ډېره لېوالتیا لري؛ نو د کرکټ نړیوالې شورا ځکه هرات ولایت هم په سفر کې شامل کړ، چې د دی ځای تنکي ځوانان کرکټ لوبو ته رامات کړي او مینه یې ورسره پېدا شي.
له دې وروسته دا جام د هرات مشهور منار جام ته هم یوړل شو، چې د هېواد په تاریخي عابداتو کې راځي.
له دې وروسته شا او خوا د ۲ نیم زره کسانو په شتون کې جام د مولانا جلال الدین بلخي صالون ته یوړل شو.
د نړیوال جام څلورمه ورځ او کندهار ولایت:
د نړیوال جام وروستۍ ورځ کندهار ولایت کې وه، کندهار د افغانستان هغه ولایت دی، چې دا د افغانستان د امپراتورۍ مرکز و او احمدشاه دُراني خپله ټوله امپراتوري له همدغه ولایت څخه رهبري کوله.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، چې د احمدشاه دُراني د روضې شا او خوا انځورونه لګېدلي وو او یوه ښکلې منظره یې رامنځته کړې وه.
کندهاري وګړي د ولایت مقام ته راغلل او نړیوال جام ته یې په سندرو، سازونو او ډولونو هرکلی ووایه.
kandahr نړیوال جام له افغانستانه په شاندارو مراسمو رخصت شو؛ دلته دا هم ولولئ چې کومو ځایونو ته یوړل شو؟
د کرکټ نړیواله شورا وایي افغانستان کې د کرکټ نړیوال جام یا کپ پوره او بې جوړې هرکلی وشو او دا د دې څرګندونه کوي، چې افغانان د جنګ خلک نه؛ بلکې د مېلمه پالنې او علم خلک دي.
د کرکټ جام د رخصتېدو پرمهال د کرکټ بورډ ټول چارواکي ولاړ وو او په خورا درناوي یې جام له هېواده رخصت کړ.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر وویل، چې د کرکټ نړیوال جام او افغانستان ته یې راوړل د دې څرګندونه کوي، چې افغانان د امن خلک دي او دې چارې د افغانانو د کلتور درست انځور خلکو او نړیوالو ته وړاندې کړ.

د چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه نړیوال جام له عربي متحده اماراتو څخه افغانستان ته راوړل شوی و او د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۳۰ مه نېټه دا جام بېرته له افغانستان څخه یوړل شو.
د کرکټ د مینه والو نظرونه:
دلته ځېنې مېشت افغانان او د کرکټ مینه وال بیا وایي، چې دا جام باید ننګرهار ته هم راوړل شوی وای، د دوی په وېنا دا ځکه چې ننګرهار د کرکټ کور دی او له دې ځایه د افغانستان ملي لوبډلې پیل کړی دی او اوس هم ډېری تنکي ځوانان په مختلفو کرکټ اکاډومیانو کې د مسلکي کرکټ په زده کولو بوخت دي.