د انساناتو مشترکې ځانګړتیاوې

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

دلته د انسانانو هغو مشترکو ځانګړنو ته اشاره کوو چې د ټولنو د شاته پاتې کېدلو لامل کېږي او جهل و فقر منځته راوړي. باید پر دې ځانګړنو خبر شو او قبول یې کړو چې وکولای شو هغو ته په خپل وجود کې بدلون ورکړو.
دا مهمې ځانکړنې په لاندې ډول دي:
۱ – له فکر کولو څخه وېرېږي او علاقه نه ورسره لري.
۲ – له ناپېژندل شویو څخه وېره لري. له ناپېژندل شوي ژوند څخه وېره لري.
۳ – د لذت او خوند لپاره خوري او څښي.
۴- له هر څه سره عادت کوي. له افکارو کړو وړو له هغو شیانو سره چې خوري یې او حتی هغه خبري چې په خوله یې راوړي.
۵ – د داسې ډېرو څیزونو د درلودو لپاره فکر کوي چې شوني نه دي، لکه واک، پیسه، احترام او داسې نور.
۶ – نه غواړي او هم نشي کولای چې فکر وکړي.
۷- د ډېرو غږېدو په وسیله او همدارنګه د خپل ذهن په مصروف کولو غواړي چې د خپل ژوند، وجود او د عمر تېرېدل له یاد څخه وباسي.
۸ – له ټولنې سره تړلی انسان ده او خپل ټول فکرونه او آرمانونه له هغې څخه لاسته راوړي. هغه څوک چې د ټولنې د مصالحو په خلاف فکر وکړي یا څه ووایي او یا هم څه سرته ورسوي د دې شخص له غضب سره مخ کېږي.
۹ – داسې یو موجود ده چې د خپلو روحي اړتیاو او آرمانونو لپاره حاضر ده چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
۱۰- غواړي چې نور کسان هم د ده غوندې فکر وکړي وخوري وڅښي او ژوند وکړي. هر څوک چې د ده په شان نه وي ورڅخه تېرېږي.
ډېری کسان له خپلو خاطراتو سره ژوند کوي او ډېر تمایل لري چې د پخوا په هکله وغږیږي او همدارنګه د هغې په اړه واوري. په داسې حال کې چې تېر وختونه له منځه تللي او هېڅ ډول طراوت او تازګي پکې نشته. داسې کسان په مړوو او له منځه تللو شیانو عقیده لري.
هغه څوک چې له روحي او رواني پلوه روغ وي، ډېر په د ژوندیو شیانو خواته تمایل لري. ژوند او هر هغه څه چې ژوندي دي د ده لپاره ډېر اهمیت لري، د ژوند او طبیعت ښکلاوو ته او همدارنګه ژوندیو موجوداتو ته ډېر پام کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.