لیکنه: ریاض مقامزی
• ځينې وخت انسان فکر کوي، چې ماتې يې خوړلې، خو په حقيقت کې يې ارزښت تر بري موندلو هم زيات وي. (مارکېز)
• د انسان او سپي تر منځ توپير په دې کې دی، چې که سپي ته کله هم غذا ورکړې، تا به هېڅکله و نه داړي. (تولستوی)
• انسان دوه کاله اړتيا لري، چې خبرې کول زده کړي او پنځوس کاله اړتيا لري، چې چوپ اوسېدل زده کړي. (همينګوی)
• د انسان ژبه هغه مار دی، چې په خپله انسان چيچي. (ګوګول)
• منطقي انسان له نړۍ سره ځان برابروي او غير منطقي انسان غواړي نړۍ له ځان سره برابره کړي. (شاو)
• يو انسان په حقيقت کې هغه وخت مړ دی، چې هېڅ څوک يې په اړه فکر نه کوي. (بېرتولت)
• د انسان طبيعت لټۍ او تنبلۍ ته ور مات دی، ځکه انسان ذاتاً لټ او تنبل موجود دی. (شاو)
• نالوستی انسان د صورت سترګې لري، د بصيرت سترګې نه لري. (توماس مان)
• انسان تر هر څه مخکې يو احساساتي موجود دی. (شېلر)
• څومره چې انسان خپل ځان ښه تېر ايستلای شي، بل هېڅ څوک يې په هغومره مهارت نه شي تېر ايستلای. (ګويټه)
• يو انسان بل انسان ته اړ دی، لوی کارونه د يو او بل په مرسته کېږي؛ زيات څاڅکي يو ځای کېږي، سمندر جوړوي، زياتې اوبه ژرندې څرخوي. (شېلر)
• د انسان لومړۍ دنده کوښښ دی. (ګويټه)
• د هر انسان چلند هغه هنداره ده، چې دی په کې خپله څېره ښکاره کوي. (ګويټه)
• انسان يوازې هغه مهال خوشحاله اوسېدلی شي، چې تصور وکړي؛ د ژوند هدف خوښ اوسېدل دي. (جورج اورويل)
• انسان نه شي کولی له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي. (وولف)
• انسان هغه څه نه دی، چې دی يې غواړي، بلکې هغه څه دی، چې دی بايد مجبوراً وي. (موآم)
• کله چې انسان يوازې وي، بې روحه شيانو ته پنا وړي، ونو، بوټو، ويالو او … (وولف)
• انسان هغه څه دی، چې دی يې له خپل ځانه جوړوي. (سارتر)
• يو انسان د نورو انسانانو ثمره ده، او په همغه اندازه ارزښت لري، لکه نور انسانان يې چې لري. (سارتر)
• انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوشحالۍ. (بالزاک)
• يو انسان له خپلو پوښتنو څخه پېژندل کېږي، نه له خپلو ځوابونو څخه. (ولټر)