یاران سپورټس
د انګلستان کرکټ بورډ وایي، چې د کرونا ویروس تهدید له وجې یې د سل توپونو سیالۍ یا ټورنمنټ ۲۰۲۱م ته وروسته کړ.
د سلو توپونو لوبو کې د راشدخان په ګډون د افغانستان ځینې نور لوبغاړي هم اخیستل شوي وو او تمه وه چې د جولای میاشت کې ترسره شوی وای، خو د کرونا نړیوالې وبا له امله لغوه شوې.
د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹م په منځ کې پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال جولای میاشت کې به د سل توپونو سیالۍ ترسره کوي، چې د لوبډلې یو اړخ توپوهنه او توپ اچونه به د شل اورونو پرځای سل توپونه وو، چې د یو بالر لپاره به شل توپونه ترسره کول جواز وو.
یو بالر کولای شول چې پنځه توپونه اوور ترسره کړي، خو د بالر خوښه وه که یې ټول لس یا شل توپونه په یو ځل کول هم پروا یې نه لرله.
یو شمېر نور اصول وو، چې د سل توپونو لوبه کې وو او د انګلستان کرکټ بورډ ویلي وو، چې دا لوبې به په راتلونکي کې د شل اوریزو لوبو ځای نیسي.
د انګلستان کرکټ بورډ تېره اونۍ ویلي وو، چې انګلستان کې به تر جولای میاشت هر ډول رسمي کرکټ منع وي او دې چارې په سل توپونو ټورنمنټ باندې هم سیوری وغوړاوه او لوبې یې ۲۰۲۱ کال ته وروسته کړې.
په سل توپونو لوبه کې اته لوبډلې شاملې وې، چې د انګلستان ښځينه لوبغاړې یې هم برخه وې.
انګلستان د سل توپونو لیګ نه دی پیل کړی، خو له پخوا یې د وېټلېټي بلاسټ سیالیو په نامه شل اوریز سوداګریز کرکټ لیګ درلوده او لا هم شته.
په بلاسټ سیالیو کې راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن لوبېدلي دي او سږ کال هم اخیستل شوي وو.
خو یاد لیګ د روانې می میاشت په ۲۸ مه نېټه په پام کې و او که د کرونا ویروس تهدید همداسې دوام وکړي، هغه هم لغوه کېدای شي.