
لیکنه: بهار سمسور
په داسې حال کې چې د کرکټ نړیوالې شورا څو ورځې وړاندې د اجرایه ریس په مشرۍ د یو شمېر هېوادونو له کرکټبورډونو سره په ناسته کې تر راتلونکې جولای پورې د لوبو د ځنډولو خبر ورکړ، هممهاله ورسره د کرکټ لوبېجوړونکي هېواد انګلستان هم اعلان وکړ، چې تر راتلونکې جولای میاشتې پورې به په دې هېواد کې د کرکټ هېڅ ډول لوبې، ټورنمېنټونه، سیریزونه او نور نه کېږي، چې علت يې همدا کرونا ویروس ښودل کېږي.
دې وبا د نړۍ د وګړو ورځنی ژوند په ستره کچه ګواښلی. د اي سي بي او والز کرکټ بورډونو ترمنځ په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې دا هېواد چې د نورو هېوادونو غوندې له کرونا ویروس کړېږي، پکې به کرکټ تر راتلونکې جولای میاشتې ځنډېدلی وي او لوبغاړي به هم د کرنتین نورمونه عملي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې هېواد ته د بنګلهدېش، پاکستان لوبډلو سفرونه ختم کړل شوي، په خپله د انګلستان لوبډلې د سریلنکا دوره کوله چې دا سفر هم د کرونا له مجبوریته لغوه شوی، خو تر ټولو ستره ستونزه د دې هېواد کورنی تجارتي لیګ ټي ټونټي بلاسټ، چې باید د راتلونکې میاشتې په ۲۸ پیل شوی وای، د کرونا له امله تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی.