د انګلستان کرکټ بورډ له قوله کرېکبز وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د انګلستان کرکټ لوبډله د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې پاکستان ته د دوو شل اوریزو لوبو لپاره سفر کوي.
د انګلستان کرکټ لوبډله د اکټوبر په ۱۴ مه او ۱۵ مه نېټه پاکستان کې دوه شل اوریزې لوبې کوي.
دواړه لوبډلې په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې ترسره کوي.
د انګلستان لوبډله د اکټوبر په ۱۶ مه نړیوال جام کې د لوبېدلو په خاطر هندوستان ته ځي.
د پاکستان کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کې لومړیو کې د انګلستان کرکټ بورډ ته ویلي وو، چې لوبډله یې پاکستان ته راولېږي.
د انګلستان کرکټ لوبډله سریلانکا سره هم د ټېسټ لوبو لړۍ لري او د ۲۰۲۱ کال په اوږدو سریلانکا ته ځي.
له ۲۰۰۵ څخه انګلستان کرکټ لوبډلې پاکستان ته هیڅ سفر نه دی کړی او شاوخوا ۱۶ کاله کېږي، چې پاکستان ته یې سفر نه دی کړی.
د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره د لوبې کورنی میدان دوبۍ کې و.
دې لوبډلې ټولې لوبلړۍ په عربي متحده اماراتوکې کاوه او هوم ګراونډ یې همغه و.
له ۲۰۰۹ کال پاکستان کې لوبې نه کېدلې
۲۰۰۹ کې د سریلانکا ملي کرکټ لوبډلې پاکستان ته سفر کړی و، چې په لاهور ښار کې د قدافي لوبغالي ساحه د نامعلومو وسلهوالو لخوا د سریلانکایي لوبغاړي په بس برید وشو.
په دغه برید کې ځېنې سریلانکايي لوبغاړي ټپیان شول.
له دې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا او د نړۍ کرکټ لوبډلو په پاکستان کې کرکټ منع اعلان کړ.
پاکستان د ۲۰۱۸ کال له لومړیو څخه هلې ځلې پیل کړې وې، چې نړیوال کرکټ بېرته پاکستان ته راوړي.
لومړۍ هڅه یې دا وه چې د نړۍ ۱۱ کسیزه لوبډله یې د فاف ډوپلیسي په لوبډلمشرۍ یاد هېواد ته سفر وکړ.
ورپسې د سریلانکا لوبډلې پاکستان ته سفر وکړ او پاکستان ته یې په ۳ شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړه.
ورپسې د پي اېس اېل سوداګریزې کرکټ لوبې هم پاکستان ته راوړل شوې او وروستۍ اته لوبې یې ترسره شوې.
اوس ۲۰۲۰ کې د زمبابوې کرکټ لوبډله پاکستان ته راغلې وه، چې یواځې یوه یو ورځنۍ لوبه زِمبابوې وګټله.
سږ کال د پي اېس اېل ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره شوې.