د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي ویلي، چې د دوی یوه لوبډله به د شېکردوان په مشرۍ سریلانکا ته ولاړه شي او هلته به شپږ لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
په دې لوبو کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې شاملې دي، چې د جولای میاشت کې به ترسره شي.
په دې لوبډله کې
شېکردوان، پرېتوي شاو، سوریاکومار یداف، اېشن کېشن، هارډیک پانډیا، کرونال پانډیا، بونېشور کومار، نافديپ سیني، خلیل احمد، یوز وېندرا چهل، کولډيپ یداف او ځېنې نور لوبغاړي شامل دي.
دې کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي، چې د انګلستان خلاف پنځه ټېسټ لوبو کې نه لوبېږي.
د سریلانکا پر وړاندې چې کوم لوبغاړي لوبېږي، هغوی په هند کې دي او د انګلستان پر وړاندې لوبو کې نه دي اخیستل شوي.
د مې میاشت په ۷ مه د هندوستان کرکټ بورډ د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبو ته دا لوبډله اعلان کړې وه.
ویرات کولي، روهېټ شرما، شوبمن ګېل، میانک اګروال، چېټېشور پوجارا، اجینکیا رهانی مرستیال لوبډلمشر، هنوما وېهاري، رېشاب پنټ، روي چندرن اشوېن، جدیجا، اکسرپټېل، واشنګټن سونډر، جسپرېت بومرا، اېشنټ شرما، محمدشمي، محمد سراج، شاردول تاکور، اومېش یداف، کی اېل راهول، ریډیمن ساحا،
ابي مانیو ایس واران، پراسېد کرېشنا، اوېش خان او ارزن ناګواسوالا.
د هندوستان دوه لوبډلې په دوه هېوادونو کې
دا چې د هند یوه لوبډله په جولای میاشت کې انګلستان ته د ټېسټ لوبو لپاره ځي؛ نو دویمه لوبډله یې سریلانکا کې له سریلانکا سره مقابله کوي.
داسې چارې په تېرکې هم تکرار شوي دي.
په ۱۹۹۸ کې د هندوستان یوه لوبډله د مالېزیا پلازمېنې ته د مهمو لوبو لپاره تللې وه او بله یې په ورته وخت کې کاناډا ته د سهارا کپ لوبو لپاره لېږلې وه.
د ۲۰۲۰ کال په سرکې د اسټرالیا یوه لوبډله په افریقا کې په ټېسټ لوبو بوخته وه او بله لوبډله یې په ورته وخت کې له نیوزیلېنډ سره په لوبلړۍ کې مصروفه وه.
همدارنګه څو میاشتې وړاندې د انګلستان یوه لوبډله ایرلېنډ ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره تللې وه او بله یې له ویسټ انډیز سره په سیالیو بوخته وه.
د کرکټ ځېنو مینوالو له کرکټ نړیوالې شورا غوښتي، چې د یو هېواد د دوو لوبډلو لپاره دې هڅه وکړي، چې په یو وخت کې ورته د سفر زمینې برابرې کړي.
دوی وایي که چېرته یوه لوبډله دوه سیریزونه ولري، چې یو د ټېسټ او بل د شل اوریزو یا یو ورځنیو لوبو وي، نو یوه لوبډله دې ټېسټ او بله دې شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره چمتو کړي.
دوی وایي دا چاره ځکه مهمه ده، چې دویمه درجه هېوادونو لکه نېدرلېنډ، عمان، سکاټلېنډ، نېپال، عربي متحده اماراتو، نمېبیا، پاپوا نیوګیني او امریکا متحده ایالاتو ته به هم موقع په لاس ورشي او کرکټ کې به په ځواکمن ډول وراخل شي.
خو د اسټرالیا د کرکټ بورډ پخواني اجرائیه مشر جېمز سترلېنډ وایي، چې دا چاره ستونزه زېږوي، ځکه دې کې د هرې لوبې ماهر لوبغاړي نشي په ګوته کېدای.
هغه وایي د هر فارمټ ځانګړي لوبغاړي وي، چې ځېنې یې په شل اوریزو لوبو کې تکړه وي، ځېنې یې په یو ورځنیو لوبوکې ښه لوبېږي او ځېنې بیا په ټېسټ لوبو کې خورا ښه وي.
نو د هر فارمټ لپاره خپل لوبغاړي پکار وي.
بیا ځېنې لوبډلې داسې لوبغاړي لري، چې په ټولو ډولونو لوبو کې ښه لوبېږي.
د سترلېنډ په خبره هندوستان کې دا چاره ځکه اسانه دي، چې لوبغاړي پکې زیات دي او د هر فارمټ لوبغاړي پکې شته دی.
ښایي د اسټرالیا، انګلستان او افریقا لپاره هم ستونزه نه وي.
خو د نورو هېوادونو لپاره بیا ستونزه شته، په ځانګړي د کرکټ مخ پر ودې هېوادونو لپاره دا ستونزه وي.
دا چاره هم ګټه لري او هم تاوان.
ګټه یې دا ده چې د یو هېواد ډېر لوبغاړي به په نړیوالو لوبو کې ولوبېږي.
که د افغانستان لوبډله فرض کړو، دوی هره لوبلړۍ کې د ګوتو په شمېر لوبغاړي لوبوي او ډېری نورو لوبغاړو ته موقع نه ورکول کېږي؛ خو که د کرکټ نړیواله شورا د ټېسټ لوبو لپاره یوه لوبډله، د شل اوریزو لپاره بله او د یو ورځنیو لوبو لپاره بله لوبډله ولېږي، نو ټولو او زیاتو لوبغاړو ته به د لوبېدو موقع په لاس ورشي او په نړیوالو لوبغالو به خپلې وړتیاوې څرګندې کړي.
خو ستونزه دا کېدای شي، چې ډېرې پېسې به غواړي، ډېرو روزونکو ته به اړتیا وي او همدارنګه په یو سفر کې به زیات لوبغاړي ځي، ویزو او پاسپورټونو له ستونزو سره به مخ شي.