هغه هندي فلم لوبغاړي شل کاله یې په بالیووډ کې پوره کیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

2019 کال د پای لپاره د ګوتو په شمار څو ورځې پاتي دي، ۲۰۲۰ کال شاید د ځینو لپاره یوازې یو نوی کال وي مګر د هندي فلم ځينې داسې ستوري او هنرمندان هم شته چې د هغوی لپاره نوی ۲۰۲۰ کال په سینما کې د دویمې لسیزې پوره کېدل دي.
دا هغه ستوري دي په کال ۲۰۰۰ کې یې فلمیز ژوند پيل کړی او سینما ته یې قدم ایښی او د نوي کال په پيلېدو سره یې په بالیوډ کې شل کاله پوره کیږي.
کرینه کپور:
mumbai actress kareena kapoor during upcoming promotions 10943164 1dbc 11ea 9a0d a0e38c0c67e3 هغه هندي فلم لوبغاړي شل کاله یې په بالیووډ کې پوره کیږي
د خپلې مشرې خور په قدم باندې تلونکې هندي فلم ستورې کرینه کپور د خپلې خور او هندي سینمایې لوبغاړې کرشمه کپور په څېر فلم نړۍ ته راغله او ښه وځلېده.
کرینه کپور د خپل کرئیر پيل په ۲۰۰۰ کال کې کړی و او لومړي ځل لپاره یې په فلم (ریفیوجي) کې کار وکړ، په دغه فلم کې یې مرکزي رول ولوبوه.
د کرینه کپور تر څنګ سنیل شیټي، ابهشیک بچن، جیګي شرف، رینه رائې په شمول نورو هم کار کړی و.
تر دې وروسته کرینه کپور په نورو ډېرو کامیابو فلمونو کې هم کار وکړ چې په هغې کبهي خوشي کبهي غم، اشوکا، مجهـ سي دوستي ګروګی، چمبیلي، تلاش، خوشي او نور شامل دي.
د نوي کال پيل سره به یې په هندي سینما کې ۲۰ کال پوره شي.
هرتیک روشن:
Hrithik Roshan 16ed67e7744 original ratio هغه هندي فلم لوبغاړي شل کاله یې په بالیووډ کې پوره کیږي
د اداکارۍ د هنر سره سره د خپلې نڅا په هنر مشهور د بالیوډ لوبغاړی هرتیک روشن هم په کال ۲۰۲۰ کې یې شل کاله پوره کیږي.
رتیهک د مرکزي رول لوبونکي به څېر د لومړي ځل لپاره په کال ۲۰۰۰ کې کهونا پيا هی فلم کې کار وکړ چې ورسره په دغه فلم کې ښکلې اداکارې امیشا پټيل کار کړی وه.
روشن په دغه فلم کې دومره ښه کارکردګي کړې وه چې په لومړي فلم کې یې جایزه وګټله او تر څنګ یې د هندیانو زړونه هم وګټل.
د دغه فلم وروسته نوموړي په کبهي خوشي کبهي غم، فضا، کوئی مل ګیا، مجهـ سې دوستي ګروګی، دهوم ټو، کریش او یو شمېر نورو مشهورو فلمونو کې کار وکړ چې کامیاب هم شوه.
ابهشیک بچن:
gettyimages 609649114 h 2018 هغه هندي فلم لوبغاړي شل کاله یې په بالیووډ کې پوره کیږي
باليوډ مشهور او تجربه کار فلم ستوري امیتاب بچن زوی ابهیشیک بچن دخپل فلمیز ژوند پيل په ۲۰۰۰ کال کې کړی وه او په راتلونکي کال به یې بالیوډ سینما کې ۲۰ کاله پوره شي.
فلم ریفوجي یوازې د اداکارې کرینه کپور لپاره لومړی فلم نه وه بلکې د ابهشیک بچن لپاره هم لومړی فلم وه.
په پیل کې ابهشیک بچن پوره د نیوکو لاندې وه، د نوموړي نور فلمونه، می پرئم کې دیواني، بول بچن، پا، ها می نی بهي پيا کیا هی، دوستانه، روان، دهوم او ځینې نور شامل دي.
امیشا پټيل:
images 13 هغه هندي فلم لوبغاړي شل کاله یې په بالیووډ کې پوره کیږي
د هندي سینما ښکلې اداکاره امیشا پټیل نوم هم د هغه هنرمندانو او اکټرانو په نوملړ کې دی چې په کال ۲۰۰۰ ميلادي کې یې سینمایې نړۍ ته ږدم ايښی وه، په ۲۰۲۰ کال کې به نوموړې هم په دغه ډګر کې ۲۰ کاله پوره کړي.
دغې فلم لوبغاړی خپل لومړی فلم د رتهیک روشن سره جوړ کړی چې کهو نه پيا هی وه.
دغه فلم دواړه فلم لوبغاړي شهرت لوړو پوړیو ته ورسول، او ترې وروسته یې د نورو مشهور فلم ستورو سلمان خان، عامر خان و اکشي کمار سره په ځينو کامیابو فلمونو کې کار وکړخو امیشا پټيل په کوم خاصو فلمونو کې نه ده راښکاره شوې.
ادی چوپړا:
aditya chopra become given many break newcomer ce6f222c 5ca5 11e8 b354 8e7f0da49342 هغه هندي فلم لوبغاړي شل کاله یې په بالیووډ کې پوره کیږي
هندي فلم ستوری ادی چوپړا د خپلي فلمیز ژوند پيل د فلم(محبتین) څخه کړی، د دغه فلم مرکزي لوبغاړي شاه رخ خان او امیتاب بچن وه.
دغه فلم کې ادي چوپړا ښه کارکردګي کړې وه او ترې وروسته یې په نورو مشهورو فلم کې هم کار وکړ.
د نوي ۲۰۲۰ کال په پيل سره به یې په هندي سینما کې ۲۰ کاله پوره شي.