په (فلم انډین) کې اکشي کمار د اجي دیوګن ځای ونیو

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندۍ سېنما زیار کښ او مشهور فلمي ستوری اکشي کمار د فلم (انډین) په راتلوونکي برخه کې اجي دیوګن ځای ونیو او ټاکل شوې چې دا ځل به په دې فلم کې اکشي مرکزي رول لوبوي.
اکشي کمار په بالیوډ کې په زیار کښو فلم ستورو کې شمېرل کېږي او د ده په تړاوو ویل کیږي چې د شوټینګ ځای ته تر هر چا وړاندې ځي او مخکې له دې چې نور فلم لوبغاړي د فلم د ډکولو لپاره ځای ته راشي نو دی تر نورو مخکښ وي او شوټینګ لپاره په تیاري بوخت وي.
هندوستانۍ رسنۍ وایي، اکشي کمار په خپل فلم 2.0 کې کامیاب رول لوبولی چې همدا لامل دی په دې ورځو کې د ډېرو فلم جوړونکو او فلم لارښوونکو تر نظر لاندې راغلی.
2.0 فلم د هندوستانۍ سېنما یا بالیوډ په تاریخ کې تر ټولو د غټې بودیجې په مرسته جوړیدونکی فلم دی.
په دغه فلم کې د اکشي کمار کامیابه اداکاري فلم لارښود شنکر قانع کړی چې په ۱۹۹۶ کال کې د جوړ شوي فلم (انډین) په بله برخه کې اکشي ته ځای ورکړي.
خو د اکشي په تړاوو د فلم د لارښود شنکر دغه فیصله د تکړه فلم لوبغاړي اجي دیوکن په زیان تمامه شوه.
د فلم (انډین) د راتلوونکې برخې په تړاوو ویل کیږي چې اکشي کمار به د کمل هاسن سره مرکزي رول ولوبوي په داسې مهال چې د دې فلم د مرکزي رول لپاره تر اکشي وړاندې اجي دیوګن ټاکل شوی و.
خو دا چې د فلم لارښود شنکر د اکشي کمار اداکاري په فلم 2.0 کې خوښه شوې نو همدا لامل شو چې د شنکر پرېکړې هم تغیر وکړ.
د یادولو ده، د لائیکوس پروډکشن د پردي لرونکي فلم (2.0) چې د اکشي کمار سربېره په کې مشهور اداکار رجني کانت هم مرکزي رول لوبولی تر ټولو په غټې بودیجي جوړ شوی فلم دی چې تقریبا تر ۵۰۰ کروړه زیات لګښت پرې شوی.
دغه فلم به روانې میاشتې په ۲۹ تاریخ د سېنما په پردو روښانه شي او زیات شمېرل مینوالو تلوسه به هم ختمه کړي.