د خپل پوځ په ملاتړ د هندي لوبغاړو پوځي خولۍ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

هند کرکټ لوبډله د اسټرلیا لوبډلې سره په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د لوبېدو پر مهال د خپل پوځ په ملاتړ په داسې مهال راښکته شوه چې د خپل هېواد د پوځ خولۍ یې پر سر وې.
دغه سیالۍ که څه هم هند اسټرلیا لوبډلې ته وبایلله خو د خپل هېواد سره مینه یې ټولې نړۍ ته وښوده.
د هند او اسټرلیا کرکټ لوبډلو تر منځ درېمه یو ورځنۍ سیالۍ د هند په رانچي ښار کې وشوه.
پچه یا ټاس هندي لوبډلمشر وګاټه او خپله یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه چې ورته قیمتي تمامه شوه.
اسټرلیا په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د پنځو ویکټو په ورکولو سره ۳۱۳ منډې تر سره کړې چې په کې د دغه لوبډلې پيلیز چپ لاسي توپ وهونکي عثمان خواجه ۱۰۴ او ایرون فینچ ۹۳ منډې په کولو بریالي شول.
د هندۍ لخوا نه کولدیپ یادوو درې او محمد شامي یو لوبغاړي وسوځاوه.

په ځواب کې د هند لوبډلې د هدف د پوره کولو په تعقیب ښه پيل ونه کړ او ټوله لوبډله یې په ۲۸۱ منډو وسوځېده، چې په همدې سره اسټرلیا هند ته په ۳۲منډو ماتې ورکړه.
هندي لوبډلمشر ویراټ کهولي په دغه سیالۍ کې هم سلیزه جوړه کړه، نوموړي ۱۲۳ منډې وکړي خو دغه منډو یې خپله لوبډله تر بریا ته ونشوه رسولی.
بل لور ته:
په دغه سیالۍ کې میدان ته د ښکته کیدو پر مهال د هندۍ کرکټ لوبډلې د خپل پوځ خولۍ پر سر وې او تر څنګ یې اعلان کړی و چې ددې سیالۍ میچ فیس پیسې په هم خپل پوځ ته ورکوي.
خو د هند کرکټ ټیم دغه کار د پاکستان پر چارواکو ښه نه دی لګېدلی او د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې هند د شاهانو لوبه سیاست سره ګډول غواړي.
جیو نیوز دغه راز زیاته کړې، پاکستان د کرکټ له نړیوالې شورا یې هم غوښتي تر څو د هند لوبډلې دغه کار په تړاو غبرګون وښيې.