د هند او پاکستان لوبه؛ د پخوانیو او اوسنیو هندي او پاکستاني لوبغاړو نظرونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: بهار سمسور
کم و زیات څلور کاله انتظار که د کریکټ مینوالو د کریکټ نړیوال جام د پیل لپاره وکړ؛خو نیمې نړۍ بیا د دوه رقیبو هېوادونو هند او پاکستان تر منځ ننۍ لوبې ته سخت انتظار وکړ.
هغه ورځ هم راورسیدونکې چې هندوستان او پاکستان د یو بل خلاف اووه ساعته د کریکټ پر لوبغالي وجنګیږي.
دا شیبې د انګلستان په مانچیسټر اولډ ټریفارډ کې ننداره کیږي؛لیکن ۷۰ فیصده هوا باراني هم ده.
که باران کیږي نو لوبه هم بې خونده کوي.
اما د لوبې له پیل وړاندې مبصرین،کریکټ څارونکي، پخواني لوبغاړي ،روزونکي او هم دا چې هندیان او پاکستانیان څه وایي؟ دلته یې ولولئ:
پخواني پاکستاني چټک توپ اچونکي شعیب اختر د هند پخوانی اوپنر وریندر سهواګ پوښتلی؛ راتلونکي لوبه کې د کومې لوبډلې ملاتړی یې،حالت او هوا ته په کتو څوک به لوبه وګټي؟

سهواګ: زه فکر نه کوم چې پاکستان دې دا قابلیت ولري چې د جون پر ۱۶ دې هندوستان مات کړي.
د سهواګ د دې ځواب سره سم مرکه پر ګرم بحث بدلیږي، شعیب اختر وایي؛دا سمه نه ده، هر څه مختلف کیدای شي؛ که پاکستان ټاس وګټي نو لوبه هم ګټي.
بل دا چې اسټرالیا، انګلستان،هند او پاکستان د نړیوال جام د ګټلو وړتیا هم لري.
هند یوه لوبه ګټلې،خو باران هم رانیولی او پاکستان له یوې ماتې سره بری هم لري.
هربجن سېنګ:
پخواني هندي الرونډر هربجن سېنګ ته خوب نه ورځي، ده ته د هند او پاکستان تر منځ دغه لوبه پخوانۍ خاطرې وریادوي او وایي: کله به چې له پاکستان سره زموږ لوبه وه نو ماته به د شپې خوب هم نه راته.
ما به د ښه لوبیدو په اړه فکر کاو؛ زه به دې ته اندیښمن وم چې څه به پیښیږي؟
که لوبه وبایلو د خلکو غبرګونونه به څه وي؟
زیات فکرونه به دماغو ته راتلل،بیخي زیات.
کله چې موږ په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې پاکستان مات کړ، نو په ورپسې ورځ مې بیا سم خوب وکړ،زه خوشاله وم ځکه دا مهمه لوبه مو ګټلې وه.
پاکستانی لوبډل مشر:

پاکستانی لوبډل مشر سرفراز بیا بل څه وایي؛ زموږ به هڅه دا وي چې ویکټې واخلو.
د هند خلاف لوبه پاکستان ته بیخي زیاته مهمه ده.
هندی لوبډ مشر:
ویرات کوهلي وایي، زموږ پلان کمزوری نه دی؛ موږ د دې قابلیت لرو چې هره لوبډله په نړیوال جام کې ماته کړؤ.
میکي ارتر:
پاکستان روزونکی میکي ارتر بیا وایی: ما خپلو لوبغاړو ته وویل تاسو کولی شی نن بیا هم اتلان شئ.
هندی روزونکی:
راویی شاستري هندی روزونکی بیا خاموش دی؛ خو په دې خاموشۍ کې یې یو ستر رمز پروت دی.
که شاستري نن پر هندي لوبغاړو پاکستان مات کړي، دا به د نوموړي غټ ګام وي؛ داسې چې دی له هندۍ لوبډلې سره د اوږد سفر په وروستیو ۳۸ شپو کې قرار لري،اما هندی بورډ ورسره د قرارداد د غځولو په فکر کې دی، خو داسې ښکاري چې هندۍ کریکټ اداره همدې نننۍ لوبې ته انتظار ده او شاستري د لکونه ډالرو معاش د دوام پال په نننۍ هنداره(لوبه)کې وګوري.