که هند، د نیوزیلېنډ ماتول غواړي، باید له دغو لوبغاړو سره ښه ولوبېږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کرېک انفو وېب پاڼې لیکلي که هندوستان نن له نیوزیلېنډ لوبه ګټل غواړي، باید له دغو نیوزیلېنډي لوبغاړو سره په احتیاط چلند وکړي:
کېن ویلیمسن
williamson.JPG
کېن ویلیمسن د نیوزیلېنډ یواځېنی زبردسته او پیاوړی توپ وهونکی دی، چې د سپېن بالرانو پر وړاندې هم خورا ښه لوبېږي.
د نوموړي فوټ ورک یا د قدمونو استعمال، وړاندې او وروسته تلل او هرې خوا ته شاټ وهل هغه څه دي، چې د هغه توپ وهنې ته یې لا پیاوړتیا وربخښلې.
کېن ویلیمسن په فاین لېګ لوري باندې ۲۷ سلنه لوبېږي، په مېډ ان سایډ باندې ۴۹ سلنه لوبېږي، په کور او ایکسټرا کور لوري باندې ۸۲ سلنه شاټونه لوبوي، پر پواینټ لوري ۷۹ سلنه ځواکمن شاټونه وهي، سکوېر لېګ لوري ته ۹۱ سلنه شاټ لوبولی شي، مېډاف ۲۲ سلنه، ترډ مېن ته یې د شاټونو اندازه بیا ۱۴۷ ده او مېډ وېکټ باندې بیا ۱۳۳ ځله ښه لوبېږي.
نو د کېن ویلیمسن د شاټ وهلو ځواکمن لوري یا سټرانګ زون یې، ټرډ مېن او مېډ وېکټ لوري دي.
که هندي بالران غواړي هغه تر تاثیر لاندې راولي نو باید په دې طرفونو ورته بالونه ترسره نه کړي.
راس ټایلر
kane.jpg
ټایلر د نیوزیلېنډۍ لوبډلې خطرناک، مُجرب او ځواکمن ون ډاون توپ وهونکی دی، دی د لویې حوصلې خاوند لوبغاړی دی.
نوموړی د فسټ بالرانو ترڅنګ سپېن بالران هم خورا ښه لوبوي، د هغه فلېک شاټونه د لوبغالي ۲۱۲ سلنه برخه پوښي، کټ شاټونه یې د لوبغالي ۱۶۸ سلنه برخه نیسي، کور ډرایف شاټ یې ۱۴۱ سلنه، ان ډرایف ۱۳۵ سلنه، سويپ یا جارو شاټونه ۱۰۸ سلنه، اف ډرایف ۹۲ سلنه، پول شاټونه یې ۵۴ سلنه، سلګ شاټونه یې ۴۷ سلنه، سکوېر ډرایف شاټونه یې ۳۴ سلنه او دفاعي لوبه یې بیا ۲۸ سلنه ده.
نو د ده سټرانګ شاټونه بیا فلېک او کټ شاټونه دي، چې زیاتره یې ډګر ساتونکي په اسانۍ نه شي نیولی، ده ته باید کلوز، یارکر او فول لاین بالونه کم وشي، ترڅو زیاتې منډې جوړې نه کړي.
د ټرېنټ بولټ توپ اچونه
trent b.jpg
دی ګوډ لاین توپونه ۶۹۲ سلنه غورځوي او  توپ اچونې ډېری برخه یې په ویشتن ځای کې د ګوډلاین برخه ده، ګوډ لاین بال پسې چې توپ وهونکی د قدمونو استعمال ونه کړي؛ نو لوبول یې ډېر ګران وي او ژر پرې سوځېږي.
د ټرینټ بولټ بله خوبایي دا ده، چې ګوډ لاین توپ اچونې سره، سره اېن سوېنګ او اوټ سوېنګ دواړه غورځوي، چې توپ وهونکی ننګوي.
شارټ ګوډ لاین بالونه بیا ۳۹۶ سلنه غورځوي، فول لاین بالونه بیا ۲۳۹ سلنه، شارټ توپونه ۱۳۶ سلنه، یارکر ۱۳  او فولټاس ۱۱ سلنه غورځوي.
هغه بالران چې ګوډ لاین او شارټ ګوډلاین توپونه ترسره کوي، ډېر بریالي وي، ځکه د نړیوالو لوبډلو نوي سلنه توپ وهونکي دغه ډول توپونه له ځایه نه شي لوبولای؛ تر څو چې پسې د قدمونو استعمال ونه کړي.
نو هندۍ ورزشي وېب پاڼه خپلو لوبغاړو ته وایي، چې له دغه بالر سره احتیاط وکړي او خورا دقیق یې ولوبوي.