افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون هند ته په یوه ورځیني سفر لاړ، خو د توقع خلاف یې دغه سفر د یوه کامیاب سفر پرځای د ناکام سفر بڼه غوره کړه.
د هغه دا سفر په هند کې د هغه د ځانګړي استازي ( سفیر) لخوا تنظیم شوی وو. سفیر شیدا محمد ابدالي په هند کې د ډاکټر غني له سفر ختمیدو سره سم نوموړي ته له خپلې دندې څخه استعفا وړاندې کړه.
له دې سره د ولسمشرغني د سفر هغه جزیات او لاسته راوړنې، چې د ده سفر یې په یوه حساس حالت کې له لاسته راوړنو ډک څرګندولای شو؛ برعکس د ناکامۍ په یوې عمده برخې بدل کړ.
افغان ـ هند دوستي او متفاوت سفر
هند له افغانستان سره په سیمه کې ترټولو نیږدې هغه متحد دی، چې د ستراتیژیکو اړیکو تړون ورسره لري او له بل هر دلیل پرته یوازې د پاکستان پرضد هم افغانان ورته د ډېر نیږدې ملګري په سترګه ګوري.
هند سره د نیږدې والي دا احساس د همدغه سفر په مازیګر د هندوستان ـ پاکستان د کرکټ له سیالیو او په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې له هند څخه د ګڼو افغانانو له ملاتړه ښه څرګندیږي.
هندوستان ته د ولسمشر غني دغه سفر له مخکینیو سفرونو څخه متفاوت و. دا سفر په داسې مهال وشو، چې د افغانستان سیاسي وضعیت عادي نه؛ بلکې ترینګلی او د ورځ تربله بحراني کیدو ترڅنګ پرې د حکومت او حکومت ضدو سیاسي ډلو اړیکو؛ په ځانګړي ډول راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ډېر سیوری غوړولی.
همدا دلیل به و، چې د مخکینیو سفرونو برعکس په خواله رسنیو کې ( چې پرورځينیو مسئلو د ولسي ذهنیت ښه جاج ترې اخیستل کیدای شي) د ولسمشر د سفر په اړه د پخوا په شان ډېره خوښي او تمرکز نه و موجود.
له دې سره د ولسمشر دا سفر بې لاسته راوړنې نه و.د ارګ د خبرپاڼې له مخې ښاغلي غني په دغه سفر کې له هندي صدراعظم نریندرا مودي سره د لیدنې پرمهال پر دوه اړخیزو مناسباتو او پراخیدونکو همکاریو خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هندي صدراعظم ولسمشر غني ته د شاه توت بند او کانالو د جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره د هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ډاډ ورکړی.
شیدا ابدالي او لړزونکې استعفا یې!
ډاکټر شیدا محمد ابدالي، چې په هند کې د افغانستان لوی سفیر او ورسره د نیپال، بوتان او مالدیو لپاره نا استوګن سفیر و، په حساس وخت کې له دندې استعفا یې نه یوازې هند ته د ولسمشر سفر ولړزاوه؛ بلکې تر دې ډېر تاوان یې ورته وکړ.
شیدا ابدالي د مخکیني ولسمشرحامد کرزي له ترټولو نیږدې کسانو څخه دی. د هغه د یوه رسمي ژوند لیک له مخې دی ان د طالبانو د واکمنۍ له مهاله د دغه جریان پرضد د کرزي په مشرۍ د مقاومت غړی و.
ابدالي له ۲۰۰۱ څخه تر۲۰۰۸ پورې د ولسمشر کرزي ځانګړی سکرتر، له ۲۰۰۹ څخه تر۲۰۱۲ پورې د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال او له هغه وخته تر استعفا پورې د كرزي په فرمان په هند کې د افغانستان لوی سفیر و.
د ابدالي په رسمي ژوند لیک کې راغلي، چې دی د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال په توګه له ګڼو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په لاسلیکولو کې مهم سړی و.
وینا
https://www.facebook.com/ARG1880/videos/327281458019791/
شیدا محمد ابدالي په سیاسي علومو کې د دوکتورا ترکچې لوړې زده کړې لري. ده د خپلې دوکتورا سند د افغانستان، هند او پاکستان د سیاسي وضعیت او اړیکو په تړاو د هند په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې لیکلی. هغه ته حامد کرزي په ۲۰۱۲ کې د وزیر محمد اکبرخان عالي مډال هم ورکړی.
ابدالي پرون ولسمشر غني ته په داسې مهال له دندې د استعفا پاڼه ورکړه، چې هغه له یو ورځيني سفر وروسته د نویو مرستو د لاسته راوړلو له ژمنې سره په خوشالۍ سره مخ په کابل را روان و.
د هغه استعفا ممکن ځینو ته د یوه سفیر استعفا او عادي خبره ښکاره شي، خو واقعیت داسې نه دی. ځکه نه ابدالي عادي سفیر او سړی و، نه یې استعفا داسې عادي وه، چې د حکومتولۍ د چارو یوه عادي موضوع وګڼل شي.
دغې استعفا د ښاغلي غني حکومتولي په کوردننه څه، چې حتا نړیوالو متحدینو ته یې ترپوښتنې لاندې راوسته.
له دې استعفا سره په دغه حکومت کې د کشمکشونو، ناسم مدیریت او اختلافونو د اوج ادعاوو ته یو بل مهم مستند سند په لاس ورغی.
د ابدالي په اړه لا له څه مودې اوازه وه، چې زر به دنده پریږدي او کابل ته به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره راځي.
دا چې ابدالي به په دغو ټاکنو کې څومره وزن ولري او څومره به د ولسمشرغني په ننګونکو سیالانو کې حساب شي؛ جلا بحث دی. څه چې د ډېر پام وړ او ولسمشر ته ننګونکي وو، په حساس وخت کې په یوه منفي رسنیز سرټکي د ده د یوه مثبت تصور کړي سفر بدلول و!