د هندوستان د کرکټ بورډ رئیس سوراوو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند آی پي ایل لیګ پاتې لوبې په هند کې نشي ترسره کېدلای.
سورا کنګولي د سټار سپورټ سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سریلانکا په کوربتوب د هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ جولای میاشت کې د دریو شل اوریزه او دریو یو ورځنیو لوبو په اړه د خبرو ترڅنګ د ۲۰۲۱م کال آی پي ایل لیګ د پاتې ۳۱ سیالیو په اړه هم وږغېد.
ښاغلي کنګولي زیاته کړه، چې د آی پي ایل پاتې لوبې په هند کې نشي کېدلای؛ ځکه دلته د کورونا وبا د سختي څپې له امله د قرنطین شرایط او تیاری خورا سخت دی او په خبره یې د آی پي ایل د وخت په اړه لا تراوسه پرېکړه نشو کولای.
سورا کنګولي پر داسي مهال د هند په کوربتوب د آی پي ایل پاتې لوبې ناممکنه بولي، چې تر اوسه پورې د هند کرکټ بورډ ته انګلستان، متحده عربي اماراتو، سریلانکا او اسټرالیا هیوادونو د پاتې سیالیو د کوربتوب وړاندیز کړی، خو د نوو راپورونو په اساس هند تر اوسه پورې یوازې د انګلستان وړاندیز رد کړی.
د هند IPL سیالیو څوارلسم پړاو
د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب روان و، چې ۲۹ سیالۍ یې ترسره شوې او د مې میاشتې په دویمه نېټه کله چې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبه وه، د کلکتې دوه لوبغاړي په کورونا اختل شول، وروسته یاده لوبه وځنډول شوه.
تر یادي پيښي وروسته د یو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي او مالکان په کورونا اخته شول او ورسره جوخت د هند کرکټ بورډ د ټول ټورنمنټ د ځنډېدو پرېکړه وکړه.
د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراو کنګولي په دې تړاو خبرو کې ویلې، که چیري د هند آی پي ایل پاتې سیالۍ مو نکړې ترسره، نو د ۲۵۰۰ کروړه تاوان سره به مخ شو.
اوس ددې لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي، چې د هند هیواد څخه پرته کوم بهرني هیواد کې ترسره شي.