هندوستان د انګلستان څخه دويمه لوبه وګټله

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

هندۍ کريکټ لوبډلې په دويمه شل اووريزه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه.

د ۵ شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه خو دويمه لوبه کې هندوستان بيرته ترې خپل غچ واخيستی.

په دويمه شل اووريزه لوبه کې ويرات کوهلي يوځل بيا ښه لوبه وکړه ،ايشان کيشن د نړيوال کريکټ ښه پيل وکړ خو سرياکمار ياداو ته په خپلې لومړنۍ نړيوالي شل اووريزي لوبې کې د توپوهنې نوبت ونه رسېدی.

د لوبې پچه هندوستان وګټله او انګلستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې په پوره شل اوورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډي وکړې.

جيسن رای ۴۶،ايون مورګن ۲۸ ،ډېويډملان او جوني بيرسټو هر يوه ۲۴ منډې وکړې.

د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کې واشنټن سندر او شردل ټاکر دوې دوې ويکټې ،همدارنګه بونيشور کمار او يوزويندرا چاهال يوه يوه ويکټه واخيسته.

د ۱۶۵ منډو هدف په تعقيب که څه هم لوکېش راهول په صفر وسوځېدی خو د ويرات کهولي د ۷۳، د ايشان کيشن د ۵۶ او ريشب پنت د ۲۶ منډو په ترسره کولو هندۍ لوبډلې په ۷ ويکټو انګلستان کريکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه ايشان کيشن ته ورکړل سوه.

د سيريز درېيمه لوبه سبا سه شنبه ماښام ترسره کېږي.