هند د چين پر ۵۹ اپليکېشنونو بنديز ولګوی!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
د هند حکومت د چين پر جوړ سويو موبايل سافټويرونو بنديز ولګوی.
د هندوستان او چين ترمنځ سرحد باندې اوس وخت کې د کشمير تر باډر ډېره جګړه وي چې اکثريت وخت د هند سرحدي ځواګونه ډېر تلفات ورکوي.
هندي حکومت اعلان کړی چې ټول هغه اپليکېشنونه چې د هند د حاکميت او ځمکني بشپړتيا لپاره زيان لري بندوي.
دغو ۵۹ سافټويرونو کې ټيک ټاک،وي چټ،شېر ايټ،يوسي براوزر ،کلش اف کينګز او ايکزنډر هم شامل دي چې چيني شرکتونه ورباندې ډېره لاسته راوړنه لري.

د هند د معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي چې دوی د انډراید او ای او ايس په شمول د بيلابيلو سرچينو څخه داسي شکايتونه او خبرونه ترلاسه کړي چې د دوی د موبايلونو معلومات او ډاټا بېله اجازې داسې سروېرونو ته انتقاليږي چې موقعيتونه يې د افغانستان څخه بهر دي.
په اعلاميه کې راغلي چې د مالوماتو تر لاسه کول په نهايت کې د هند په خپلواکۍ او بشپړتيا پورې اړه لري،داهغه عناصر دې چې تل يې د هند ملي امنيت او دفاع پرضد حرکتونه کړيدي،نو ځکه بېړنيو اقداماتو ته اړتيا ده.
د دوی په خبره دا اقدام به د هندي ګرځنده موبايلونو او انټرنيټ کاروونکو د ګټو ساتنه وکړي،دا پرېکړه يو هدف سوی اقدام دی چې د هندي سايبري سپيس خونديتوب او حاکميت تضمين کړي.
يوازې د ټيک ټاک اپ په هند کې تر ۲۰۰ ميليونه ډېر کارکوونکي لري.